دکندهار او روزګان ترمینځ به اقتصادی اړیکی پراخی او پیاوړی سی

یادی څرګندونی کندهاروالی حیات الله حیات د پنج شنبې په ورځ په ولایت مقام کی د روزګان د والی محمد شفیق اسدالله سعید او ورسره پلاوی سره په لیدنه کی وکړې، چی پر مهال یې د کندهار د صنعت او معدن خونی او سولی شورا رئیسانو هم حضور درلود.

په لیدنه کی دواړو لورو د کندهار ـ رزکان تر مینځ د تجارتی او اقتصادی اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا، تجارتی راکړی ورکړی ته زمینه برابرولو، د دې ځای پانګوال تشویقول تر څو په روزګان کی پانګونه وکړی او همداراز په ګڼو نورو ټولنیزو برخو کی دواړو لورو یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه په لیدنه کی د اقتصادی لارو د امنیت پر خوندیتوب، په روزګان کی د مېوه جاتو د بسته بندۍ پر مرکز جوړولو، د هوایی دهلېز له لاری د روزګان مېوه جات تر خارجی بازارونو رسولو او د خلکو د اقتصادی وضعیت پر ښه کېدو بېلابېل نظریات شریک او د امکاناتو مطابق د همکاری ډاډ وړاندی سو.

تر رسمی لیدنی وروسته د روزګان والی او ورسره راغلی پلاوی د کندهار والی په ملتیا د کندهار ولایت مقام په انګړ کی د نوی جوړېدونکی سل متره لوړ بېرغ د روانو چارو څخه هم لیدنه وکړه او دا یې د ازادۍ د سلمی کلیزی په ویاړ د کندهار والی حیات الله حیات له لوری د ویاړه ډک نوښت یاد کړ.

د روزګان والی زیاته کړه، چی دولت او ولس تل د ملی بیرغ د لوړ او رپاند ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې او د کندهار والی څخه یې مننه وکړه، چی دې زون ته یې دا ویاړ ور په برخه کړ، چی له مخی به یې په لومړی ځل د جنوبی حوزې په کندهار ولایت کی د ازادۍ په ورځ سل متره لوړ بیرغ په ځانګړو مراسمو پورته کېږی او یاد به یې تاریخ بخپلو پاڼو کی ساتی.

 

435 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...