دکندهار امنیه قومندان د میوند اتلانو لوبډلی سره د یو سل او پنځوس زره افغانیو مرسته وکړه

د میوند اتلانو لوبډله چی کابل ته د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالو لپار روانېږی، دکندهار د امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان سره ولیدل.

په دغه لیدنه کی د میوند اتلانو لوبډلی پرښه لوبو کولو ټیڼګار وسو.

دکندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان د سویل زون د میوند اتلانو لوبډلی سره پر داسی مهال وکتل، چی قومی مشران او یوشمېر ځوانان هم حاضر وه.

لیدنه کی دکندهار امنیه قومندان د میوند اتلانو لوبډلی د تېرو کلونو لاسته را وړنی، چی د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ یې ترسره کړی، وستایلې او هغوی ته یې په یووالی سره د لوبی کولو، ښه کار کردګۍ ښکاره کولو او غوره مقام د ترلاسه کولو سپارښتنه وکړه.

نوموړی داراز د میوند اتلانو لوبډلی سره د یو نیم سل زره افغانیو نقدی مرستی ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چی د لیګ په جریان کی به هم ددې لوبډلی د لوبغاړو هری ستونزی ته رسیدګی کوی.

وروسته ددغه لوبډلی کپتان فیض محمد فیضی وویل، د سږکال فوټبال لیګ لپاره یې ددې زون د لوبغاړو څخه قوی او ځوانه لوبډله جوړه کړې ده، چی ښه لوبی به کوی او ښې لاسته را وړنی به ولری.

هغه دکندهار د امنیی قومندان څخه مننه وکړه، چی د نقدی مرستی ترڅنګ یې د لوبغاړو ستونزی واورېدې او د هغوی د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

ده وویل، د مشرانو تشویق به مو ددې لامل سی، چی په ډېر جرات لوبی وکو او ښه مقام ترلاسه کړو.

په پلان کی ده، چی د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ راروانه سې شنبه په مرکز کابل کی د ۸ لوبډلو په ګډون پیل سی.

ددغه لیګ اتلولی تېر کال طوفان هریرود لوبډلی ګټلې وه او میوند اتلانو په کښی په نیمه پایلوبه کی د شاهین اسمایی څخه ماته خوړلې وه.

خبریال: باقیب الله حلیمی

638 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...