دکندهارښار اړوند په دوولسمه ناحیه کی دلس زره کورونو لپاره دپاکو اوبولویه شبکه جوړیږی

د اداری مجلس په غونډه کی د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست استازی انجنیر احسان الله وویل، چی د دې شبکې ټول تخنیکی پړاونه بشپړ سوی او په نږدې وخت کی به یې عملی چاری شروع سی.

د اداری مجلس غونډه، چی د کندهار والی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه پکښی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی ښه لمانځلو لپاره پر لازمو تدابیرو هم بحث وسو.

د اداری مجلس په غونډه کی کندهار والی حیات الله حیات د کندهار د احصایې او معلوماتو نوی رئیس سمیع الله مقصودی د غونډی برخوالو ته معرفی کړ او هغه ته یې په دنده کی د بریالیتوب ترڅنګ هدایت وکړ، چی په کندهار کی د برېښنایی تذکرو د سیسټم د فعاله کولو لپاره هڅی وکړی، ترڅو کندهاریان هم د دې پرمختللو تذکرو څخه ژر تر ژره برخمن سی.

په غونډه کی کندهار والی حیات الله حیات د خپلواکۍ د سلمی کلیزی لپاره په ولایتی کچه پر لازمو تدابیرو په ټینګار سره وویل چی دغه ملی ورځ باید په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سی.

ښاغلی حیات وویل د خپلواکۍ د ورځی په ګډون ټولی ملی ورځی زموږ راتلونکی نسل ته د وطن دوستی او ملی احساس لوی سبق دی او هغوئ باید په دې پوه سی، چی د دې ورځو لمانځل زموږ ملی او وطنی مسؤلیت دی.

هغه دغه راز ټولو دولتی ادارو ته دنده وسپارل، چی د دې ورځی د ښه لمانځلو لپاره د ولایت مقام سره په ګډه کار وکړی، ترڅو په شانداره ډول د دې ملی ورځی لمانځنه وسی.

کندهار والی دغه راز وویل، چی د ولایت مقام په داخل کی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د سیمی په کچه پر لوړ بیرغ هم کار په چټکۍ سره شروع دی او د خپلواکۍ تر ورځی به یې کار بشپړ سی.

د اداری مجلس په غونډه کی د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست استازی انجنېر احسان الله وویل د دوولسمی ناحیې لپاره د پاکو اوبو رسولو د شبکې ټول تخنیکی پړاونه بشپړ سوی او په نږدې وخت کی به د دې لویی پروژې کار عمل شروع سی.

هغه وویل دغه شبکه د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږی، چی لس زره کورنه به د پاکو اوبو څخه برخمن سی.

کندهار والی د دې پروژې پر منظورۍ خوښی وښوول او یاد ریاست ته یې دنده وسپار، چی په ولایتی او مرکزی کچه د دې پروژې د عملی کار لپاره هڅی لا چټکی کړی، ترڅو ژر تر ژره د یادی سیمی اوسېدونکی د پاکو اوبو څخه برخمن سی.

خبریال:ولی محمد انوری

1106 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...