کندهار ښاروالی په لوی اختر کی ۳۰۰۰ متره مکعبه کثافات له ښاره ټول کړی

کندهار ښاروالۍ د لوی اختر په ورځو کی د ښار له بیلابیلو برخو شاوخوا ۳۰۰۰ متره مکعبه کثافات ټول کړی دی.
د کندهار ښاروالۍ له لوری په خپره سوې اعلامیه کی راغلی، چی دښاروال انجنیر رفیع حیات له لوری ټاکل سوی پلاوی په منظم ډول د ښار د تنظیف له چارو لیدنه کول، چی پرمهال یې ۳۱۰ موټره کثافات له ښاره بهر کړی دی.
ددې پلاوی مشری، چی مرستیال ښاروال نسیم رضایی کول پرمهال یې په ښار کی د نرخونو د کنټرول او دغه راز د ښاروالۍ له لوری کندهار ښاریانو ته د اسانتیاو پر برابرولو هم کار سوی دی.
په اعلامیه کی راغلی، چی کندهار ښاروالی په منظم ډول د ښاریانو لپاره خدمات وړاندی کوی او له کندهار ښاریانو یې غوښتنه کړې، چی د ښاروالۍ د تنظیف له کارکوونکو سره دښار په پاکوالی کی پوره مرسته وکړی.
2612 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...