روزګان:د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکی وایی، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د مرکز ترین کوټ په ملازی کلی کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوی او ۴ تنه نور ژوبل شویدی.
 
دیوه بل خبر له مخې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوی دی.
 
دیادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې او مهمات هم د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری کشف او له منځه وړل شوې دی.
915 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...