د کندهار اوسېدونکی او مدنی فعالان د بریښنا د اساسی جوړېدو غوښتنه کوی

دوئ د چهارشنبې په ورځ په کندهار پریس کلب کی د بریښنا شرکت له رئیس سره په یوه مطبوعاتی ناسته کی دغه څرګندونی وکړې او په دې برخه کی یې د بریښنا له اړخه د کندهار د اوسېدونکو ستونزی له نوموړی سره شریکی کړې.

د بریښنا رئیس دمدنی فعالانو او ځوانانو شکایتونه پرځای وبلل او دهغه دژر حل ژمنه یې ورکړه.

د چهار شنبی په ورځ د کندهار فعالو ځوانانو په پریس کلب کی  د یوه خبری کنفرانس پر مهال د بر یښنا د ریئس امان الله فاروقی ،څخه د بریښنا اړوند بیلابیلی پوښتنی وکړی چی ولی په تیرو ۱۸ کالونو کی د بریښنا د اساسی رغونی چاری تر سره نسوی، اود بریښنا  مسئول اشخاص یی په خپلو چاروکی پاتی وبلل او زیاته یی کړه،چی په ورځ کی د کجکی د بریښنا غزیدلی لین څو ځله قطه وصل کیږی. ددی تر څنګ ځوانانود بریښنا د غېری عادلانه ویش ګڼ شمېر نوری ستونزی هم دبریښنا له رئیس سره په مخامخ ډول شریکی کړې.

وروسته د بریښنا د رئیس امان الله فاروقی لخوا ځوانانو ته د بریښنا د ستونزو په هکله معلومات ورکول سول ،نوموړی په دې برخه کی د ځوانانو شکایتونه پرځای وبلل خو ژمنه یې وکړه، چی دوئ یې دحل لپاره جدی کار کوی.

د یادونی وړده چی په کندهار کی  د بریښنا نه شتون نوې خبره نه ده بلکی بریښنا ته د تیرو ۱۸ کالونو راهسی لکه څرنګه چی ښایی په هم هغه ډول کار نه دی سوی، چی کندهار ښاریان په دې برخه کی د اساسی جوړونی او حساب ورکونی غوښتنه کوی.

 

 

 

خبریال: عبدالقیوم شکوری

675 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...