کندهارکی د لوی اختر ددوهمی ورځی جشن د امن په فضا کی ولمانځل سوو

خلک خوشحاله دی او د اختر شپې او ورځی د دوستانو سره نزدې په خوښیو سره لمانځی او د ارام ژوند په امید وخت تیروی.

ارغنداب ولسوالۍ ته زیات کسان د اختریز جشن لمانځلو په موخه راغلی او دغه ورځ یې د بیلابیلو لوبو په کولو سره تیره کړه.

دا په ارغنداب ولسوالۍ کی د بابا ولی رحمت الله علیه زیارت دی کوم چی د ارغنداب ولسوالۍ دغه سیمه هم د نوموړی شخص په نوم یادیږی.

دغلته زیات کسان په دودیزو ورځو کی د تفریح په نیت راوځی او ډیری کسان اړونده میله پارک ته تر تګ مخکی د بابا صاحب زیارت ته ورګرځی او نوموړی ته دمغفرت ترڅنګ په هیواد کی د امن په موخه دعاګانی کوی.

د زیارت ملنګ چی له لسګونه کلنو راهسی ددغه زیارت د ساتنی او پاکوالی دنده په غاړه لری وایی،چی دلته ډیر ارام دی،ځکه د زیارت ساتنه او دخلکو خدمت کوی.

داهم د بابا صاحب زیارت او کلی اړوند دمیلې پارک دی،کوم چی د تکیې په نوم یادیږی،ډیری کسان راغلی او دلته یو له بل سره خوشحاله شیبې تیروی.

جاپانی له کلنو راهسی د کندهار د محلی ږغیزی آلې په توګه پاته سوی ډیری ځوانان په دودیزو مراسیمو کی د خپلو همزولو سره دغه آله ږغوی او په همدې سره ځان خوښ ساتی.

ځینو ځوانانو امنیت ته په اشاره سره راته وویل،چی د اختر دوهمه یې هم په خوښیو او خوشحالیو سره تیره کړه،په ارغنداب ولسوالۍ کی امنیټ ډیر ښه دی پولیسو یې تل خدمت کړی ،نو ځکه خو په ډاډه زړه سره دلته راځی.

هغوئ د ځوانانو پر یوالی او صمیمیت ټینګار وکړ او له ځوانانو یې وغوښتل،چی دودیزی میلې دی په یوالی او ورورولۍ سره ولمانځی.

افغان حکومت په دې وروستیو په هیواد کی د سولی د تامین په موخه زیاتی هلی ځلی شروع کړی.

هدف یې په هیواد کی سراسری سوله او امنیت دی،چی له مخی به یې افغانان د ژوند په هرو چارو کی ډاډه،خوشحاله او بریالی وی.

خبریال: عبدالقاهر پیوستون

578 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...