کندهاروالی دنیکمرغه لوی اختر دمبارکۍ په موخه دولسونوسره لیدنه وکړه

د لوی اختر په لومړۍ ورځ کندهار والی حیات الله حیات د اختر د لمانځه تر اداینی وروسته پر داسی مهال چی دولایت مقام مرستیالانو هم ګډون درلود د کندهار ښار او ولسوالیو د دولتی او نظامی مسؤلینو ترڅنګ د ولایتی شورا د غړو، قومی مشرانو، سوداګرو او ځوانانو سره په ولایت مقام کی د مبارکۍ په موخه وکتل.

کندهار والی حیات الله حیات راغلو مېلمنو ته د زړه له تله د لوی اختر مبارکۍ وویلې او هیله یې وښودل، چی همدا لوی اختر به په هیواد کی د سولی، ملی پخلاینی او بیارغونی پیلامه جوړېږی.

کندهاری والی دټولو ولسونو څخه وغوښتل چی دنیکمرغه لوی اختر په شپو او ورځو کی دغریبانو لاس نیوی وسی او دقربانۍ دزبح کولو پرمهال باید غوښی مستحقو کورنیو ته ورکړل سی.

نوموړی همدارنګه په دې ولایت کی د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو او سرښندونو قدردانی وکړه، چی د کندهاری ولسونو لپاره یې ډاډمنه فضاء رامنځته کړې، څو دوئ خپلی خوښۍ په ډاډه زړه سره ولمانځی.

کندهار والی حیات الله حیات د کندهار پر ټولو ولسونو باندی ږغ وکړ، چی په ډاډه زړه او ډاډمنه فضاء کی د کندهار ښار په هره سیمه کی خپلی مېلې او خوښۍ ولمانځی.

خبریال: سید ستار مهتابی

4998 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ...