د لوی اختر د قربانۍ په اړه پوره معلومات!!

راټولوونکى: انجنیر عمیر ویاړ

قربانی یو داسې مشروع عمل دى چې په قرآن، حدیث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.

 

د لوى اختر په ورځو کې د اللهﷻ د تقرب (نږدېوالی) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروی حلالولو ته قربانی (اضحیه) وایی.

د قربانۍ حکم:

قربانی یو مالی عبادت دى او حکم یې واجب دى. اللهﷻ د قرآن کریم په سورت (الکوثر) کې فرمایلی:

-فَصَلِّ لِرَبِّکَ وَانْحَرْ.

ژباړه:

-خپل رب ته لمونځ وکړه او قربانی وکړه.

رسول الله ﷺ فرمایلی:

-څوک چې وس ولری او قربانی نه کوی، زموږ عیدګاه ته دې نه راځی.

(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبه، رقم الحدیث ۳۱۲۳)

د قربانۍ حکمت او فلسفه:

سربېره پر دې چې قربانی یو ابراهیمی یاد دى، دا د اللهﷻ په لار کې یو ډول سرښندنه او د اللهﷻ د مننې اداء کول هم دی. کله چې بډایان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشی؛ نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحیه ژوندۍ کوی.

بډاى او فقیر یو د بل تر څنګ خوښی کوی؛ چې دا خوښی په یوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځی.

د قربانۍ حقیقت او ارزښت:

حضرت زید بن ارقم وایی چې، صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه د قربانۍ د حقیقت په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: دا ستاسو د پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سنت دى. (صحابه کرامو وپوښتل) آیا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسیږی؟

رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: هو، د قربانۍ د حیوان د هر وېښته په بدل کې تاسې ته یوه نېکی لیکل کیږی. (صحابه کرامو بیا وپوښتل:) د وړیو هم دومره اجر دى؟

رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمایل: هو، د وړیو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې یوه نېکی ورکول کېږی.

(سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحیه، رقم الحدیث: ۳۱۲۷)

د قربانۍ فضیلت:

حضرت عایشه رضی الله عنها وایی چې، رسول الله ﷺ وفرمایل: د قربانۍ په ورځ کې اللهﷻ ته تر قربانۍ زیات بل کار خوښ نه وی، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وی، د قربانۍ څاروى به د قیامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره یو ځاى ژوندى راشی، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې، د وینې یو څاڅکى پر مځکه لوېږی؛ نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د اللهﷻ د خوښۍ سبب ګرځی، او هغه یې قبلوی؛ نو اى د اللهﷻ بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مینه قربانۍ وکړئ.

(تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحدیث: ۱۴۹۳)

د قربانۍ پر پرېښودلو وعید:

له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دى چې، رسول اللهﷺ وفرمایل: څوک چې وس ولری (د نصاب څښتن وی)؛ خو قربانی نه کوی، هغه دې زمونږ عیدګاه ته نه راځی.

(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبه، رقم الحدیث: ۳۱۲۳)

اضحیه (قربانی) پر چا واجب ده؟

قربانی پر هغو کسانو باندې لازمه ده، چې پر هغه باندې زکوه فرض وی او د زکوه د فرضیت لپاره ٢٠٠ درهمه سپین زر یا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل شوې ده او صحیح او معتمد قول دا دی، چې دوه سوه درهمه سپین زر ۵٩۵ ګرامه دی او شل مثقاله سره زر ٨۵ ګرامه کیږی؛ نو څوک چې یو د دغو نصابونو څخه ولری هغه به اضحیه (قربانی) حلالوی. البته چې خپل اصلی ضرورتونه یې پوره وی، او د اصلی ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسی اړتیاوې دی، چې د انسان، ژوند، عزت او ابرو ورپورې تړلې وی، لکه: خوراک، څښاک، کالی، د اوسېدو ځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسایل، د کور سامان او داسې نور شیان چې، په اصلی اړتیاوو کې شمېرل کېږی.

په حرام مال قربانی نه کیږی!

که د یو چا مال حرام وی، لکه د رشوت یا سود او یا داسې نور؛ نو پر هغه باندې قربانی واجب نه ده؛ که قربانی وکړی؛ نو قربانی یې نه صحیح کېږی، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دی.

د قربانۍ ورځې:

د ذوالحجې لسمه، یوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دی، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بیا قربانی نه کیږی؛ خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ یعنې د ذوالحجې په لسمه قربانی کول ډېره غوره او ثواب لری. او د دې درېو ورځو څخه پرته بله ورځ قربانی نه کېږی.

د قربانۍ پر ځاى صدقه او خیرات کول:

که له چا څخه قربانی د عذر له کبله پاتې شی او یا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بې پروایی وشی، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بیه په غریبانو وویشی. که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پیسې صدقه کړی قربانی یې نه کیږی؛ ځکه چې صدقه یو ډول عبادت ده او قربانی بل ډول عبادت ده، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کیږی؛ نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحیح کیږی.

د قربانۍ د حلالولو وخت:

په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ  کېږی په هغو سیمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جایز نه دی؛ خو په کومو سیمو کې چې د جمعې او اختر  لمونځ نه کیږی، د هغو سیمو اوسېدونکی کولاى شی چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړی.

د حلالولو سنت طریقه:

له انس رضی الله عنه څخه روایت دى، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکی، سپینوالی او توروالی ته مایل پسونه په خپلو لاسونو قربانی کړل، د حلالولو پر مهال یې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وویل او خپله پښه یې د هغه پر غاړه اېښې وه.

(بخارى: باب تکبیر عند الذبح، رقم الحدیث: ۵۲۴۵)

له حلالولو مخکې اداب:

-تر حلالولو مخکې څاروی ته اوبه او خواړه ورکول کېږی، او وږى، تږى یې ساتل مکروه دی.

-د حلالولو ځاى ته یې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دی، باید په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شی.

-چاړه به ښه تېره کوی، په پڅه چاړه یې حلالول مکروه دی.

-که چاړه تېره کوی؛ نو له څاروی څخه دې پټه تېره شی.

-د یوه څاروی حلالول د بل په وړاندې مکروه دی.

-تر حلالو دې وروسته یو څه وخت ورته وګوری چې بدن یې سوړ شی.

د قربانۍ نېت:

د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ویل ضروری نه دی؛ خو په زړه کې به یې دا وی چې، قربانی کوم؛ نو قربانی یې صحیح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ویل ضروری او سنت دی.

تر حلالولو مخکې دعا:

د قربانۍ حیوان باید مخ په قبله واچول شی او بیا دغه دعا باید وویل شی:

-إِنِّی  وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِیْنَ  إِنَّ صَلاَتِی وَنُسُکِی وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِی لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ.

(ابوداؤد: باب ما یستحب من الضحایا، رقم الحدیث: ۲۷۲۹)

ژباړه:

-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوری چې، ځمکې او اسمانونه یې پیدا کړی دی او زه له مشرکینو څخه نه یم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دی.

تر حلالولو وروسته دعا:

د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شی:

اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِیْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِیْلِکَ اِبْرٰاهِیْمَ عَلَیْهِمَا السَّلاٰمَ.

(مشکوه: ۱/۱۲۸)

ژباړه:

اى ربه! دغه (قربانی) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولی پېغمبر حضرت محمد ﷺ او حضرت ابراهیم علیه السلام قربانی قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروی:

په شریعت کې د قربانۍ څاروی په دوه ډوله دی:

۱-کوچنی څاروی لکه؛ وزه او پسه چې، د یوه کس له لوری قربانی کېداى شی.

۲- غوا، غوایى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې، د اوو کسانو له لوری قربانی کېداى شی.

او له دې پرته په نورو حیواناتو لکه؛ وحشی څاروی، چرګ یا چرګه قربانی نه کیږی.

د قربانۍ د څاروی عمر:

غوا او ګامېښه باید دوه کلنه وی.

اوښه او اوښ باید پنځه کلن وی.

وزه او پسه باید یو کلن وی.

که د پورتنیو حیواناتو عمر له خپلې اندازې څخه کم وی؛ قربانی کول یې روا نه ده.

که ورى یا ورۍ دومره تیاره شوې وی چې، په ونه او وزن کې له یو کلن سره برابره وی (له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونشی)؛ نو بیا پرې قربانی کېداى شی.

که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلی، او د قربانۍ پلورنکى ووایی چې، د دغه څاروی عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکی په خوله یقین کول روا دی.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وی:

١- ړنده به نه وی.

٢- ګوډه به نه وی، چې د حلالېدو ترځایه نه شی تللى.

٣-ډېره ډنګره به نه وی، چې په هډوکو کې یې مغز نه وی.

۴-څرګنده ناروغی به پکې نه وی.

۵-غوږونه او لکۍ به یې پرې نه وی.

۶-تیان به یې پرې نه وی.

۷-او پوزه به یې پرې شوې نه وی.

597 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

صلوات تسبیح لمونځ فضایل او طریقه

صلوات تسبیح لمونځ فضایل او طریقه ددی لمونځ کول لوی فضیلت لری ددی لمونځ په ...