د عیش و نوش یو انځور طالب مشران نور هم د خلکو له نظره وغورځول

طالبانو په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې د ملا برادر په مشرۍ یو سیاسی پلاوی یې له قطر دفتر څخه ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې پروسې په تړاو ملاقاتونه کړی دی.

خو له دغو ملاقاتونو څخه چې ظاهرا د طالبانو د کوربه عبدالعزیز کاملوف په کور کې جوړه شوې، د طالب مشرانو او ازبکستانی استازو مخته درې موسیقی غږوونکی ناست دی او طالب مشران له نعمتونو ډک دسترخوان څخه بېلابېلې غذاوې د موسیقۍ له څپو سره نوش جان کوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ملا برادر ته د چپن ور اغوستلو، د امام بخاری مزار ته د ورتګ او د سمرقند جومات کې د جمعې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړی دی، خو دغه انځور یې چې طالب مشران په کې د موسیقۍ او زمزمو په سیند کې خواړه نوش جان کوی د ټولنیزو شبکو د کاروونکو توند غبرګونونه یې پارولی دی.
په اسلام اباد کې مېشت افغان فعال نجم برهانی لیکی: ((زموږ په وژلو او تباه کولو خلک داسې مزو ته رسیږی… نو تر دې ښه تجارت شته…؟))
نوموړی وړاندې کاږی: ((دا خلګ د تیرو نولسو کالو راهیسې زموږ د افغانانو په وژلو لګیا دی، نه روژه او نه اختر ګوری، نه بازار او نه جنازه او نه مسجد او مدرسه او نه پوهنتون بس چرته چې یې لاس بر هلته درز… خو نن داسې معززان شوی، هر چرته اوه ستوریزو هوټلونو کې د دولتونو میلمانه وی..))

نجم برهانی پوښتنه کوی چې په داسې حالت کې به سوله راشی؟ که کومه بله ‌‌‌‌‌‌ډله به بل لیبل سره میدان ته شی؟

په ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر بیا دغه انځور ته یو دری شعر لیکلی: ((مطرب کجاست تا همه محصول زهد و‌ علم —- در کار چنگ و بربط و آواز نی کنم))

مشهور خبریال مطیع الله عابد بیا له انځور سره په کپشن کې فقط همدومره لیکلی: (( په سمرقند کې، ثمر او قند))

لیکوال او شاعر طایر ځلاند بیا کاږی: ((د هغوی یې څه چې افغانستان کې څوک او څومره وژل کیږی د هغوی درسترخوان ډک او غوړ دی))

جلال الدین حلیمی بیا د طنز په ژبه لیکلی: ((طالبانو ته یې په دمبوره کې ترانه غږولې، رباب، شباب او کباب….د طالبانو هم لږ څه په دیپلوماتیکو اصولو سر خلاص شوی دی انګورو ته ګوری خو خوری یې نه))

د ښځو د حقونو فعاله لیمه عثمانی لیکی: ((استغفرالله، دا کوم حالت دی؟ لکه چې دیموکراسۍ او جمهوریت لپاره ځانونه آماده کوی، تاسو وګورئ چې کوم بوتل موتل خو شاوخوا نه ښکاری ورسره؟))

د جګړې د ډګر خبریال سید عبدالله نظامی بیا وایی، هر تصویر ته باید په منفی سترګه ونه کتل شی، بلکې د طالبانو په دریځ کې دا بدلون معنادار دی: ((منفی سترګۍ مو لیرې کړئ ! پریږدئ چې دا خلک وګرځی ، په سیاسی بهیرونو ورګډ شی ، له سمڅو ووځی ، له زندانونو خلاص شی که ګنهګار و توبه ګار به شی او اخر به هم د کابل پر شیرینه ځمکه تندی ولګوی.))

نظامی دغه راز توصیه کړې چې له رباب سره د طالبانو پر انځور ملنډې مه وهئ بلکې له ټوپکو سره ېې ورټئ چې دا زمانه او موږ خلک ددې لپاره نه یوو.

موسیقۍ ته د طالبانو د کېناستو خبره نوې نه ده، بلکې څه موده وړاندې حکومت په غزنی کې یو طالب مهم قومندان ونیو چې په موټر کې یې ۱۵ بوتله شراب هم پیدا شول.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایی، د کوټې شورا د ځینو غړو لپاره شراب، موسیقی او ښځو سره اختلاط عادی خبرې ګرځېدلې دی، چې له کبله یې اوس زیاتره طالب مشران د آی ایس آی لخوا بلیک مېل کېږی.

2584 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهارميوند ولسوالۍ کي امنيتي ساحه پراخه او ښې حکومتدارۍ ته ئې زمينه برابره سوې

د ميوند ولسوالۍ مسؤلين وايي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښې همږغۍ او د ولس ...