د مرکزی اسیا هېوادونو د افغان سولې له هڅو ملاتړ کړی

د مرکزی اسیا پنځو هېوادونو په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړ.

د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازی نن کابل کې یوې غونډه کې سره راټول شوی او په ګډه اعلامیه کې یې ویلی، سوله او ثبات د سیمه ییزو اړیکو سره نیغه اړیکه لری، ځکه نو دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوی او افغانستان سره به سولې ته د رسېدو برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

دغو هېوادونو ویلی، په افغانستان کې د حکومت د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو، اساسی قانون، پر ځان د بسیانې د هڅو، کورنیو عوایدو لوړولو، د امنیتی او دفاعی بنسټونو پیاوړتیا او خلکو ته د خدماتو رسونې برخه کې د شویو پرمختګونو هم په کلکه ملاتړ کوی

دغه راز د پنځو واړو هېوادونو ګډه اعلامیه کې د سیمه ییز اتصال، سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادی همکاریو کې د افغانستان په ورګډولو هم ټینګار شوی دی.

افغانستان په وروستیو پنځو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا له پلوه خورا زیات پرمختګونه وکړل او دغه هېوادونه اوس په سیمه یزو او دوه اړخیزو لویو پروژو کې د افغانستان مهم سوداګریز او اقتصادی شریکان دی.

542 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...