پر پښتون غورځنګ د پاکستان د ظلم دوام / سید عبدالله پاچا

له دوه کلونو زیات وشول چې کوزه پښتونخوا کې پښتنو اعتراض کړی او له پاکستانی ریاست څخه د خپل حق غوښتنه کوی، خو د دوه کلونو اعتراضونو سره سره پاکستانی ریاست د پښتنو غږ نه دی اوریدلی.
پاکستانی ریاست د پاکستان ټولې رسنیو باندې بندیز لګولی چې د پښتون غورځنګ غونډې او بیانونه به نه نشروی او برعکس د پښتون غورځنګ پرضد به تبلیغات کوی، خو پاکستانی ریاست له ډیرو هڅو سره سره نه دی توانیدلی چې دا غورځنګ نوم بدی کړی.
څومره چې دا ریاست له پښتون سره ضد کوی او ظلمونه پرې کوی، هم هغومره د دې غورځنګ کسان زیاتیږی او د ملا تیر یې قوی کیږی.
پاکستانی ریاست د دې پر ځای چې د پښتنو حقونه ورکړی، له ډیره هڅه کوی چې دا قوم وځپی او په یو او بل نوم یې زندان ته واچوی او یا یې د یوې دسیسې له مخې ووژنی.
تازه د دې غورځنګ سرلاری علی وزیر او مسحن داوړ د پاکستان په زندانونو کې په دې تور شپې او ورځې سبا کوی چې ولې د پښتنو لپاره حقوق غواړی.
خو پښتون غورځنګ باندې چې څومره فشار زیاتیږی، هغومره یې حوصلې لوړیږی او هڅه کوی چې د مدنی مبارزو له لارې هدف ته ورسیږی.
پښتون غورځنګ د ورک شویو پښتنو حساب غواړی، د پښتنو له سیمو د ماینونو پاکول غواړی او دغه راز پښتنو ته د پاکستان په ریاست کې پوره حساب کتاب غواړی، خو پاکستانی ریاست چې له پنجابیانو تشکیل شوی، هیڅ حاضر نه دی چې پښتنو ته برخه او حقوق یې ورکړی.
د دې غورځنګ سرلاری منظور پښتون هڅه کوی چې دا کاروان تر منزل ورسوی او په هر قیمت چې کیږی باید د پښتنو حقوق ترلاسه کړی.
اوس له نیکه مرغه د پښتون غورځنګ غږ تر نړیوالو سټیجونو رسیدلی او پر پاکستانی ریاست غږ شوی چې پر پښتنو دې ظلم بس کړی او ددې قوم مشروع غوښتنې دې ومنل شی.
پاکستانی پوځ او ای ایس ای هڅه کوی دا قوم تاوتریخوالی ته وهڅوی، خو پښتون غورځنګ په ډیرې هوښیارۍ سره هڅه کوی چې له تاوتریخوالی ځان وساتی او هغه هدف یې چې ټاکل ځان ورته ورسوی.
ای ایس ای هڅه کړې چې دا غورځنګ کله د هند او کله د افغانستان په ملاتړ تورن کړی، خو نه دی توانیدلی چې دا پاکه مبارزه بدرنګه او نوم بدې کړی.

1321 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبان سولې ته جوړ نه دي

طالبان سولې ته جوړ نه دي/ سرخط په هېواد کې د روانې جګړې د پای ...