په کندهار کې دوه لوی بندونه جوړېږی

د کندهار ولایت چارواکی وایی چې په دغه ولایت کې د میانکو او لوړې بندونه جوړېږی چې د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر مهم دی.

د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حمید هلمندی وایی، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړی شوی دی. هغه زیاتوی، د دغه بند د سروې او ډیزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر په میاشت کې پیل شی.

د نوموړی په خبره، د سروې او ډېزاین چارو له بشپړېدو وروسته به د دغه بند پر جوړولو ۳۰ میلیونه ډالر ولګول شی چې هندوستان یې د ورکولو ژمنه کړې ده.

هلمندی وایی، د میانکو بند چې د ۵۰۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لری، د سروې او ډیزاین چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکی کې به افغان حکومت د دغه بند د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې کړی.

1165 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امنیت شورا د تعزیراتو رژیم د تطبیق غړو کندهاروالي سره وکتل

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو رژیم د تطبیق، تحلیلي ...