د ملا دادالله زوی د طالب قومندانانو له اخلاقی لویدنې پرده پورته کړه

د ملا داد الله زوی محمود په یو تازه ویډیویی پېغام کې هیله ښودلې ده چې د طالبانو د قومندانانو له ظلمونو دې ورته نجات ورکړل شی.

د ملا داد الله زوی چې یوه حجره کې ناست دی او د پاڼې له مخې لیک لولی وایی، د طالبانو ځینې قومندانو ترې د پلار پیسې او جایدادونه قبضه کړی دی او دوی ته یې خورا بد امنیتی ګواښونه متوجه کړی دی.

محمود په ویډیویی پېغام کې وایی، هغه ظالمان چې دوی په مرګ ګواښی یو یې خدای نظر نومېږی: (( ډیر مشکلات یې راته جوړ کړی دی، څو پېرې یې غله او بدمعاشان کور ته راپسې راوستی دی، څو پېرې یې حکومت ته په لاس ورکړی یوو، اوس یې د اسلامی امارت څه کسانو ته پیسې ورکړی او موږ پرې ځوروی.))

نوموړی وایی، دې ورځو کې ډېر بد حالت څخه تېرېږی، خو د ملا محمد صادق اخوند په نوم یو کس ډېره مرسته ورسره کوی، مګر هغه کسان چې په دوی پسې دی غواړی ملا صادق اخوند هم ووژنی: (( طالب مشران، قومیان او ملا فاضل اخوند ټول یې رضا کړی دی چې ملا صادق ووژنئ.))

په وروستیو کې د ملا دادالله زوی یو غږیز پیغام پلی کوی چې د حاجی نیک نظر په نوم یو کس ورته را استولی او یوه خبره یې هم د لیکلو نه ده.

حاجی نیک نظر، د محمود مور په رنډۍ یادوی او ورته وایی، ملاصادق ته به په لورلایی کې ټوله کورنۍ په بمونو والوځوم.

د نیک نظر له خبرو وروسته محمود یو وار بیا د طالبانو په مشر غږ کړی چې که دغه کسان نه ترې منع کوی، نو مرسته دې هم نه ورسره کوی.

1250 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...