طالبانو ولې ځانمرګی بریدونه زیات کړی؟

لیکوال: ایمان بری

له هغې ورځې چې د طالبانو او امریکا، افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې او ناستې پیل شوې، طالبان او آی ایس آی په ډلو سره ویشل شوی.
هغه سیاسی طالبان چې په قطر یا مسکو کې د سولې په خبرو کې لګیا دی هغه د آی ایس آی د آزاد فکره جنرالانو سره همغږی دی او د سولې خبرو ته، تر نورو هغو زیات ارزښت ورکوی. د آی ایس آی دغه ډول جنرالان په افغان سوله کې هم تر افغانستان څخه وړاندې خپلې مادی او معنوی ګټې په نظر کې نیسی او ساتی یې.
بله ډله بیا هغه جنګی قوماندانان دی چې په ولس او سیمه کې په سلګونو بدۍ ور له غاړې دی او له جنګ پرته بله لاره نه لری، دوی بیا په آی ایس آی کې د تندرو ملایانو سره همغږی دی او د جګړې پلویان دی. دوی په دې نظر دی چې له جنګ پرته بله لاره نلری او یوازنۍ لاره د دوی په وینا جهاد دی.
بله ډله هغه منځلاری طالبان دی چې د دواړو ډلو نظر تائیدوی او له یوې ډلې سره هم مخامخ ځان نه ټکر کوی، په دوی کې ځینې هغه یې لکه عبدالطیف منصور داسې کسان دی چې هم په قطر او مسکو کې له سیاسی طالبانو سره روان وی او هم بیا د جګړې قوماندانانو ته مشورې ورکوی چې ګنې د دوی جهاد برحق دی. او هر څه سم روان دی.
تېره پنجشنبه د سرطان په ۲۷ نیټه د ټل کیلې (قلعه) یوه افسر کرنل ظاهر همدم په پکتیا کې د ولایت په کچه د استخباراتو له مسول سره اړیکه نیسی او ورته وایی چې عباس ستانکزی یا نوره سیاسی ډله یې د دوی په جګړه هیڅ اغیز نه شی اچولی او دوی دې خپل جهاد ته دوام ورکړی، او دا هم ورته ویل کیږی چې هر ډول مرستې ته اړتیا پیدا کیږی نو دوی یې ورته رسولی شی.
د تیرې یکشنبې په ورځ د سرطان په ۳۰ نیټه د کوئټې په پښتون اباد سیمه کې د حقانی ډلې د دوو قوماندانانو او آی ایس آی ځایی مسول مولوی صباح الدین حقمل تر منځ هم په همدې بحث شوی چې د طالبانو سیاسی ډله خرڅه شوې او جهاد یې په بیسو او موقفونو خرڅ کړی ، نو دوی به جهاد ته ادامه ورکوی او د هیڅ سیاسی مشر په خوله به جهاد نه بندوی، ځکه چې د دوی په خبره جهاد پرې الله ج فرض کړی او دوام به ورکوی.
نو د کابل، کندهار او ورته نورو ښارونو پرلپسې بریدونه دا څرګندوی چې د طالبانو جنګی ډله له سیاسی هغې سره مخالفه شوې او څومره چې د طالبانو سیاسی ډله د سولې خبرو ته نږدې کیږی، هغومره یې جنګی ډله بریدونو ته زور ورکوی، او په هغو کې هم ملکی خلک ډیر په نښه کیږی چې رسنۍ پرې غوغا جوړه کړی او دوی ته د خلکو پام ور واوړی.
ډیر کله جنګونه د یوه خاص هدف او ګټو لپاره کیږی او جنګیالی اکثر داسې خلک وی چې یا عقیده ورته لوی هدف ګرځول کیږی او یا هم آزادی، نو قربانی جنګیالی ورکوی او ګټه یې هغو ته ځی چاچې جنګ روان کړی وی.
آی ایس آی د افغانستان په جنګ او سوله کې دغه اوس خپلې معنوی ګټې خوندی کوی او هم مادیات لاسته راوړی او په راتلوونکی کې هم د پلان له مخې طالبان په هر ډول کارولی شی.

829 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبان سولې ته جوړ نه دي

طالبان سولې ته جوړ نه دي/ سرخط په هېواد کې د روانې جګړې د پای ...