دولایتی شورا رئیس:دپاکستان له لوری دافغان سوداګروڅخه دتازه مېوې دصادراتوپرمهال دوه برابره مالیه اخیستل کېږی

د ولایتی شورا رئیس حاجی سید جان خاکرېزوال او د شورا غړو د یکشنبې ورځی په نوبتی غونډه کی د کندهار د سوداګرو پر هغه ستونزو د حل په موخه هر اړخیز بحث وکړ، چی د پاکستان حکومت د انګورو د صادرولو پرمهال ور څخه زیاته مالیه اخلی.

په غونډه کی دغه راز له ولس څخه غوښتنه وسوه، چی د بیرغ د ملی ورځی په مناسبت دی د خپل کور او کار ځای څخه د افغانستان درې رنګه ملی بیرغ پر ۵ بجې او ۲۸ دقیقې پورته کړل سی.

د شورا د یکشنبې ورځی په غونډه کی تر هرڅه لومړی د بیرغ د ملی ورځی پر ارزښت خبری وسوې، د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکرېزوال ددغه ورځی اهمیت بیان کړ او دشورا پر غړو یې ږغ وکړ، څو د بیرغ د ملی ورځی په مناسبت په جوړو سوو ملی مراسمو کی برخه واخلی او د خپل هیواد د درې رنګه بیرغ ورځ په افتخار سره ولمانځی.

نوموړی وویل، ولس مکلف دئ، چی د بیرغ د ملی ورځی په مناسبت خپل ملی رسالت ادا کړی او د هیواد درې رنګه بیرغ پر پوره ۵ بجې او اته ویشت دقیقې له کورونو، دوکانونو، دفترونو او سوداګریز مارکیټونو څخه پورته کړی، څو نړیوالو ته د خپل ملی هویت او ملی بیرغ عزتمت او شوکت په ګوته کړی.

د کندهار د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکرېزوال دغه راز وویل، د کندهار له سوداګرو څخه د پاکستان حکومت اوس مهال د انګورو د صادرولو پرمهال د پخوا په پرتله څو برابره لوړه مالیه اخلی.

ښاغلی خاکرېزوال پرحکومت ږغ وکړ، چی د کندهار سوداګرو ته په ګڼو برخو کی اسانتیاوی رامنځ ته کړی او د بزګر خواری دی په اوبو نه لاهو کوی، بلکی کورنیو محصولاتو ته دی ښه بازار موندنه پیدا کړل سی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکرېزوال دغه راز وایی، په یوشمېر ولسوالیو کی د سېلاب ځپلو کورنیو سره لا هم مرستی نه دی سوی او هغوی اوس هم له ستونزو سره مخ دی.

د ده په خبره، د دغه ستونزی د حل په موخه به له ولایتی ادارې او اړوند ریاستونو سره خبری کوی او د ستونزی د لاښه حل په موخه به یو ائهت وټاکی څو ستونزه بر رسی او ښه واضح کړی.

هېره دی نه وی، چی د ولایتی شورا د یکشنبې د ورځی په نوبتی غونډه کی دغه راز شورا پر راغلو عرض پاڼو او د خلکو پر ګڼو نورو ستونزو باندی هم د حل په موخه بحث وسو او ګڼی عریضې یې د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع کړې.

خبریال: روزالدین ایازی

268 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...