کندهارکی د اسد اوومه یا د بیرغ ملی ورځی لمانځلوته بشپړچمتووالی نیول سوی دی

د شنبې په ورځ ترغرمې وروسته د کندهاروالی حیات الله حیات په مشرۍ د بیرغ د ملی ورځی لمانځلو ته تدابیری غونډه وسوه، چی پکښی مرستیال والی عبدالحنان منیب، د ولایتی شورا غړی نعمت الله شیردلی، سکتوری رئیسانو، د حوزو امرینو، د ملی امنیت د حوزو مدیرانو، دصنفی اتحادیو او مدنی ټولنو مسولینو، د ګذر وکیلانو او نورو برخوالو ګډون کړی وو.

په غونډه کی لومړی کندهار والی حیات الله حیات خبری وکړی او زیاته یی کړه، چی ملی بیرغ زموږ هویت، وقار، ویاړ او د ملی یووالی سمبول دی او د تاریخ د لوړو او ژورو څخه تر نن ورځی ددی بیرغ د لوړ او رپانده ساتلو لپاره د سر او مال قربانی ورکړی او دا ویاړ یی تر موږ پوری رارسولی دی.

کندهار والی زیاته کړه، د اسد ۷می یا د بیرغ ملی ورځی لمانځلو ته د ټول هیواد په شمول دلته کندهار کی هم بشپړ چمتووالی نیول سوی او د ولایتی اداری هڅه داده چی دا ورځ په کندهار کی په بیل او شانداره شکل ولمانځل سی.

حیات الله حیات وویل، په ټول هیواد کی به د دوشنبې په ورځ مازدیګر پر ۵:۲۸ دقیقی هیوادوال ملی بیرغ په لاس کی پورته کوی او په اهتزاز به یی راولی تر څو ددی ورځی شان مو پر ځای کړی وی او پدی پرخه کی د ټولو دولتی ادارو، خصوصی سکتور او عامو ولسونو وغوښتل چی دا ورځ د ملی حماسی په توګه په ګډه ولمانځی.

وروسته د امنیتی سکتور راغلو مسولینو ډاډ وړاندی کړ، چی ددی ورځی په مناسبت به بشپړ چمتوالی نیسی.

همدارنګه ټولو ګډونوالو هم د یادی ورځی په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړه او د خپله اړخه یی ددی ورځی د ښه لمانځلو ډاډ وړاندی کړی.

663 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...