ایران ١٧ تنه سی آی اې ته د جاسوسۍ په تور نیولی

ایرانی چارواکی وایی هغه ۱۷ کسان یې نیولی دی چې د دوی په ادعا د متحدو ایالتونو د استخباراتو مرکزی ادارې “سی آی اې” ته یې کار کاوه.

د ایران د استخباراتو د وزارت یو چارواکی په تهران کې په خبری کنفرانس کې د دغو کسانو د نیولو اعلان وکړ. وایی یو شمېر نیول شوی “جاسوسان” وار د مخه په اعدام محکوم شوی دی.

دغه ایرانی چارواکی چې خبریالانو ته معلومات ورکول، خپل نوم یې وانخیست. په ایران کې داسې ډېر کم شوی چې کوم چارواکی دې خبری کنفرانس ورکړی خو خپل نوم دې ونه وایی.

دغه چارواکی وویل نیول شویو کسانو ته مغلقې روزونې ورکړل شوې وې خو په خبره یې خپل هدف ته نه دی رسېدلی. وایی دوی په بېلابېلو برخو کې کار کاوه او ماموریت یې د هغو ځایونو په اړه، چې دوی په کې کار کوی، د معلوماتو راټولول، تخنیکی او استخباراتی کارونه کول او څارونکې آلې نصبول وو.

د نیول شویو کسانو نومونه هم نه دی خپاره شوی، خو ویل کیږی چې ټول ایرانیان دی.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس دغه ایرانی چارواکی دا ادعا هم وکړه چې “سی آی اې” دغو “جاسوسانو” ته د امریکا د ویزو او په امریکا کې د دندو ورکولو ژمنه هم کړې وه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې یو مهال د سی آی اې مشر و، د ایرانی چارواکو ددغې ادعا په اړه مستقیمآ څه ونه ویل، خو دا خبره یې وکړه چې د ایران رژیم تل خلکو او نړۍ ته درواغ ویلی دی.

ښاغلی پمپیو (فاکس انډ فرینډز) خپرونې ته وویل چې ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې داسې کارونه کړی دی چې عادی ملتونه او هېوادونه یې نه کوی.

ایران تر دې مخکې هم امریکا او اسرایل ته د جاسوسۍ په تور یو شمېر کسان نیولی دی او څو میاشتې مخکې یې اعلان وکړ چې د ایران د دفاع وزارت یو مامور یې بهرنیانو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

230 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...