کندهارکی د هیواد دازادۍ د سلمی کلیزی په ویاړ د ځغاستی سیالی ترسره سول

دغه سیالی، چی د مخابراتو ریاست، اټرا ادارې او دکندهار دسپورت امریت له لوری په عینو مېنه کی په لاره اچول سوی، پکښی کڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.

دکندهار دسپورت او بدنی روزنی امر کندهار ملی راډیو تلویزون ته وویل، دغه ځوانان غواړی له دې لاری په کندهار کی د ورزش فرهنګ پیاوړی او ددې ترڅنګ دهیواد دازادۍ سلمه کلیزه ولمانځی.

دغه ورزشی ډلی دکندهار له دوهمی عینو مینې د لوی ویالې دمسیر څخه بیا تر لوی فوارې پوره لس کیلومټره لاره ووهل او په پای کی ورته چمتو سوی جایزې هم ورکول سوې.

928 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...