کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت پوځی مراسم جوړه سوه، چی پرمهال ئې پوځی فریټ ترسره سو او ګڼ شمېر پوځی وسایل نندارې ته وړاندی سول.

په دې مراسمو کی ویناوالو د خپلواکۍ د ټېنګښت او د هیواد په لار کی د امنیتی ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او هغوئ ئې د اوسنی عصر رښتنی اتلان یاد کړه.

د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت په دې جوړو سوو مراسمو کی د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان بریدجنرال بېګ مراد وفایی وویل، د شاه غازی امان الله خان په مټ افغانستان په نړۍ کی د یوه خپلواک هیواد په توګه پېژندل کیږی او په وینا ئې دا خاوره اوس هم د غازی امان الله خان په شان بچی لری، چی خپلواکی ورته په میراث پاته سوې او دا خپلواکۍ به همداسی  په مېړانه ساتی، چی اشاره ئې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته وه.

کندهاروالی حیات الله حیات په خپلو خبرو کی وویل، چی دې هیواد ته خپلواکۍ د میلیونونو ککریو په قربانی راغلې خو اوس هم د سیمی او نړیوال ترهګر کوښښ کوی، چی زموږ ترلاسه سوې خپلواکی تر سوال لاندی راولی ، چی په وینا ئې هیڅ کله به ئې هم دغه ارمان پوره نه سی.

هغه افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د اوسنی عصر رښتنی اتلان یاده کړه او هغوئ ته ئې د دښمن په وړاندی د سختو عملیاتو سپارښتنه وکړه.

امنیتی سرتیری وایی د هیواد خپلواکۍ ورته د نیکونو او پلرونو څخه په میراث پاته ده او دوئ به هم دغه خپلواکۍ د خپلو سرونو په بیه لا پسی محکمه او قوی کړی.

خبریال: ولی محمد انوری

1801 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...