کندهارکی دخپلواکۍ دبیرته اخیستلوسلمه کلیزه په شاندارومراسموسره ولمانځل سوه

د یادی ورځی د لمانځلوله پاره په ولایت مقام کی مراسم جوړ سوی وه، چی پر مهال ئې کندهاروالی حیات الله حیات، دواړو مرستیالانو،په ولسی جرګه کی د کندهار د خلکو استازو، د ولایتی شورا غړو، ځوانانو، مېرمنو، مشرانو او د ښار او ولسوالیو زرګونو ځوانانو برخه پکښی اخیستې وه.

په پروګرام کی ویناوی، مشاعره، سندری، اتڼونه، اور لوبه، تمثیلی پارچه او نور مراسم ترسره سوه.

مراسم په رسمی ډول د ماښام تر لمانځه وروسته پیل سوه، لومړی د ویناوو برخه وه، کندهار والی حیات الله حیات سټېج ته راغی، هغه د خپلو خبرو پیل په کابل کی د وروستی ترهګریز برید په غندلو وکړ او یادونه ئې وکړه، چی دا ډول وحشانه بریدونه به هیڅکله هم د افغانانو مینه د خپلو ملی ورځو، هیواد او ملی ارزښتونو سره کمه نه کړی، بلکی لا به ئې هوډ کلک او مرال به ئې قوی سی.

ښاغلی حیات د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمی کلیزی په مناسبت ټول ولس ته مبارکی ورکړه، د شاه غازی امان الله د مدیریت، یووالی او ملی ارادې په اړه وږغېدئ؛ د ازادۍ د بیرته اخیستلو مفصل جریان ئې شریک کړ او زیاته ئې کړه، چی غازی امان الله خان په ۱۹۱۹م کال کی په ډېرو کمو امکاناتو او د مېړنی ولس په قهرمانیو د شرق امپراتوری ولړزول.

ښاغلی حیات د خپلو خبرو په دوام وویل، چی شاه غازی امان الله خان یو هوښاریار، مدبر، د لوړ فکر لرونکی او پرمختګ خوښونکی رهبر وو.

کندهار والی وروسته د افغان سولی پروسې ته اشاره وکړه، پر مخالفینو ئې ږغ وکړ، چی سوله وکړی داسی سوله چی تلپاته او با عزته وی.

نننی پروګرام نه یوازی د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمی کلیزی لمانځلو ته ځانګړی سوی وو، بلکی د اسیا په کچه درېیم او د افغانستان په کچه د لومړی لوړ بیرغ پرانیستنه هم وسوه.

پروګرام دشپې تر ناوخته دوام درلود، مشاعره هم تر سره سوه، اور لوبی د ګډونوالو خوښی او د پروګرام ښکلا نوره هم زیاته کړه.

خبریال: ویس آرین

461 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...