کندهاروالی دخپلواکۍ د سلمی کلیزی په درناوی دشهیدانوپرچوک د شهیدانوپرمزار دګلونوګیډۍ کښېښول

کندهار والی حیات الله حیات د یوشمېر سکتوری رئیسانو او مدنی فعالانو په ملتیا دکندهار ښار شهیدانو څلور لاری ته ولاړی او هلته یې د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په ویاړ د شهیدانو پر مزار د ګلونو ګېډۍ کښېښول.

په مراسمو کی کندهار والی وویل، زرګونه کلونه کېږی، چی د افغانستان خاوره ددې مېړنی ولس په هڅو او سرښندونو ساتل سوې ده، هیڅ دوښمن ته یې اجازه نه ده ورکړې، چی پر دې عظیم ملت باداری وکړی.

نوموړی ددې خاوری د شهیدانو پاک روح ته د دوعا ترڅنګ په هیواد کی د تل پاتی سولی او افغانانو د یووالی هیله وښوول.

په مراسمو کی مدنی فعالانو هم وویل، دهغه ورځی په تمه دی، چی افغانان یو دبل په جنازو کی د ګډون پرځای یو دبل په خوښیو کی سره شریک و اوسی.

 

1056 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...