په پاکستان کې د پوځی الوتکې لوېدو د ۱۸ تنو ژوند واخیست

راپورونه وایی، نن سهار د یوې کوچنۍ پاکستانۍ پوځی الوتکې د لوېدو په پېښه کې۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا الوتکه د تمرین په مهال د راولپنډۍ ښار د استوګنې پر یوې سیمې لوېدلې ده.

د دغې پېښې له کبله دوه پیلوټان، پنځه امنیتی منسوبین او ۱۱ ملکی وګړی وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان دی.

تراوسه د یادې الوتکې د لوېدو علت معلوم نه دى، خو په اړه یې څېړنې روانې دی.

81 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...