کندهار: امنیتی مجلس کی د ټاکنو د امنیت پر خوندیتوب پریکړی وسوې

د چهارشنبې په ورځ د کندهار والی او نظامی شوراء رئیس حیات الله حیات په مشری امنیتی مجلس غونډه وسوه، چی د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د ملی امنیت رئیس، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر او د قاطع ملاتړ ماموریت خارجی مشاورینو هم حضور درلود.
 
په غونډه کی لومړی د کندهار ښار او ولسوالیو پر امنیتی وضعیت خبری وسوې او د دښمن د ځپلو په موخه تطبیقیدونکی پلانونه او لاسته راوړنی تشریح سوې.
 
همداراز کندهار والی حیات الله حیات د ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه مننه وکړه، چی د اختر په شپو او ورځو کی د خپلو کورنیو له غړو او نژدې دوستان څخه لیری خپلو هیوادوالو ته ډاډمن امنیت خوندی کړی وو او د دوی په هلو ځلو په کندهار کی اختر په ډاډمنه امنیتی فضاء کی تیر سوو.
 
کندهار والی او د نظامی شورا رئیس د ټاکنو په اړه هم خبری وکړې او وویل، چی دمګړی په کندهار کی د ټاکنو لپاره څلور ډوله ساحې لرو، تر لوړ، منځنی او ټیټ تهدید لاندی او امن سیمی شاملی دی.
 
ښاغلی حیات د نظامی شورا غړو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چی د ټاکنو لپاره په ښار او ولسوالیو کی د ټاکل سوو مرکزونو لپاره بشپړ امنیتی تدابیر ونیسی، تر څو ولسونه وکولای سی په ټاکنو کی پراخ ګډون وکړی.
 
همداراز په جوړه سوې غونډه کی د ازادۍ د سلمی کلیزی لپاره پر امنیتی تدابیرو هم خبری وسوې او ډاډ څرګند سوه، چی په ښار او ولسوالیو کی یادی ورځی لپاره بشپړ تدابیر موجود دی او ولس به د امن په فضاء کی دغه ورځ ولمانځی.
838 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...