ټرمپ د ډله‌ییزو وژنو عاملینو ته د اعدام سزا د قانون غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وایی د عدلیې وزارت څخه د داسې قانون د وړاندې کولو غوښتنه کوی چې د لویو جرمونو او ډله‌ییزو وژنو عاملینو ته د اعدام سزا ورکړل شی.

ډونالد ټرمپ د اګسټ پر ۵مه له سپینې ماڼۍ څخه په یوې ټلوېزیونی وینا کې دا خبره وکړه.

ښاغلی ټرمپ وویل: “نن زه د عدلیې وزارت ته وایم چې داسې قانون وړاندې کړی چې له مخې یې هغه کسان چې کرکجن جرایم او ډله‌ییزې وژنې کوی، د اعدام سزا ووینی او دا چې دغه سزا باید ژر تر ژره او پرته له کلونو غیر ضروری ځنډه عملی شی.”

ولسمشر ټرمپ د تکزاس او اوهایو د وروستیو پېښو په غبرګون کې وویل چې په امریکا کې کرکه ځای نه‌لری.

د امریکا د تکزاس او اوهایو ایالتونو په دوو مرگونو پېښو کې لږ تر لږه ٢٩ تنه ووژل شول او ٢۴ تنه ټپیان شول.

یو بریدگر د پیښې پر وخت ووژل شو او د بلې پېښې بریدګر پولیسو ونیو.

د تکزاس څارنوال ویلی دی چې مجرم ته‌یې د مرگ سزا غوښتې ده.

347 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...