ولسمشر غنی: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی

افغانستان جمهور رئیس اشرف غنی ویلی، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی او د سولې په پروسه کې یې جدی همکاری نه ده کړې.

ارګ ماڼۍ دا خبره پرون ماښام د ولسمشر غنی په حواله په ټوېټر باندې خپره کړې او زیاته کړې یې ده چې که طالبان د پاکستان ملاتړ ونه لری، دوام نه شی کولی.

د بیان له مخې ښاغلی غنی په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړی استازی ډینګ شیجون سره په کتنه کې دا خبرې کړی.

غنی د کابل تر خونړی برید یوه ورځ وروسته چې پکې نږدې دوه نیم سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې که طالبان بریدونو ته دوام ورکړی، د سولې لاره به لا پسې وړه کړی.

د ارګ د بیان له مخې، د چین ځانګړی استازی ښاغلی شیجون ویلی چې هېواد یې هیله مند دی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل او اوربند وکړی.

پاکستان تازه د ولسمشر غنی د دغو نیوکو په ځواب څه نه دی ویلی، خو مخکې یې ویلی وو چې د افغان سولې لپاره د اسانچاری په توګه جدی رول ادا کوی.

238 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...