ولسمشر:طالبان د کابل برید په غندلو ځان ته برائت نه سی ور کولای

په کابل ښار کې د واده پر مراسمو د تروریستی برید په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره زموږ یو شمېر هېوادوال چې د واده په مراسمو کې راټول شوی وو او خپله خوښی یې نمانځله، په یوه تروریستی برید کې په نښه شول او یوشمېر یې شهیدان او ټپیان شول. دا تروریستی برید دعامو هیوادوالو د خوښۍ پر مراسمو شوی چې هیڅ ډول نظامی او دولتی هدف په کې، نه و.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د افغانستان د دښمنانودغه بزدلانه عمل په سختو ټکو وغانده او دا یې د بشریت او انسانیت پر ضد لوی او فجیع عمل وباله او وې ویل: د خوښۍ په مراسمو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کې زموږ پر خلکو برید د دې ښودنه کوی چې یوې تروریستی ډلې زموږ د بیګناه خلکو وژلو ته ملا تړلې ده. جمهوررئیس زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلی پاتې نشی، بلکې د عاملینو په تعقیب او محکومیت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږی.

جمهوررئیس اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې دردناکې پېښې هر اړخیزه څېړنه او ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسیدګی وکړی.

د هېواد جمهوررئیس وویل، طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشی ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابرونکی دی.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه له جنایتکارو تروریستانو څخه د بیګناه هېوادوالو د هر څاڅکی وینې غچ اخلی او د مشروع قوې په استعمال به هغوی د هېواد په هره څنډه کې سخت وځپی. هغه همداراز د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو رهبرۍ ته دستور ورکړ چې د دې برید د عاملینو د تعقیب او ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلی.

د دغه بشریت ضد جنایت له امله د هېواد جمهوررئیس د نن ورځې لپاره خپل ټول کمپاینی پروګرامونه لغوه کړل او په پام کې ده چې د هېواد د امنیتی وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې امنیتی غونډه رهبری کړی.

جمهوررئیس غنی د شهیدانو کورنیو ته خپل د ډاډګېرنې او ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوی او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوی.

383 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...