هلمند کی د ملکه ثرایا په نوم ۵۰ بستریزنسایې او ولادی روغتون پرانیستل سو

دا روغتون د څه باندی ۳،۷ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت پر ټولو معیارونو برابر جوړ سوی دی.

مسئولین وایی: د دې روغتون په جوړېدو سره به د مور او ماشوم د درملنی په چاروکی نورهم پرمختګ رامنځ ته سی.

د یاد روغتون پرانیستنی پرمهال دهلمند والی د دولتی ادارو مسئولینو او ګڼ شمېر نارینه او ښځینه ډاکترانو او روغتیایی کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د یاد روغتون د پرانیستی پرمهال وویل: ددې روغتون په بشپړیدو سره به د ولادت پرمهال دمور او ماشوم د مړینی کچه راکمه سی او په روغتون کی به ټول روغتیایی خدمات موجود وی.

ښاغلی یاسین خان زیاته کړه: ولایتی اداری ددې روغتون د جوړېدو په برخه کی په دوامداره ډول له مرکز سره په اړیکه کی وو ترڅو هلمند کی دداسی یوه روغتون تشه ډکه سی چی په نسایی ولادی برخه کی خدمات وړاندی کړی.

د هلمند عامی روغتیا ریئس ډاکتر عبدالاحد حازم د خبرو پرمهال وویل: یاد ۵۰ بستریز روغتون د ۳۷۳۶۲۵۰ ډالرو په ارزښت جوړ او ګټی اخیستنی ته وسپارل سو.

د عامی روغتیا ریئس زیاته کړه: ددې روغتون لګښت د افغانستان اسلامی جمهوری دولت له خوا ورکړل سوی چی په جوړېدو سره به یې په نسایی او ولادی برخه کی شته ستونزی حل سی.

د دې لوی روغتون په جوړیدو سره به د هلمند د پراخ ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو لپاره روغتیایی اسانتیاوی رامنځ ته سی په خاصه توګه د مور او ماشوم د روغتیا برخه کی دې ولایت کی پراخو روغتیایی خدمتونو ته اړتیا سته ، چی د دې روغتون په جوړیدو سره به تر ډېره پرتی ستونزی حل سی.

د دې روغتون ودانۍ په لوړ معیار جوړه سوې ده، چی د درملنی ټول ملحقات پکښی په نظر کی نیول سوی دی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

2247 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...