هلمندۍ مېرمنی: دولت دی د لاسی صنعت لپاره بازار پیدا کړی

هلمند کی د مېرمنو د لاسی صنعت نندارتون پرانیستل سوی،چی پرمهال یی مېرمنو د مارکېټ غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا ډیری مېرمنی، پرلاسی صنعت ګڼ شمېر مېرمنی بوخت دی، خو که دولت د بازار موندنی برخه کی کړی ژمنی عملی کړی نو د دوی ستونزی به حل سی.

د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت لښکرګا ښارکی دښځو دلاسی صنایعو نندارتون پرانیستل سو، دلته د میرمنو له خوا ګنډل سوی غاړی، ښځینه قمېصونه، څادرونه او نور ډول، ډول توکی ایښودل سوی دی.

دولتی مسئولین او سوداګر ترې لیدنه کوې، او د هغوی لاسی توکی ګوری.

هلمندۍ میرمنی وایی: دوی شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، او په خپلو کورو کی د غاړو پرګنډلو، ښځینه ډول ډول قمیصونو، او څادرونو جوړونه ترسره کوی، خو کله چی د خرڅولو وخت راسی، نو په ډیر ځنډ خپل توکی پلوری.

دوی وایی: که دولت مرسته وکړی، او د دوی لاسی توکو ته بازار موندنه وکړی، نو د ډیری مېرمنو اقتصادی وضعیت کی به مثبت بدلون راسی.

په ټولنیزو چاروکی د هلمند مرستیال والی بسم الله روحانی وایی: دولت ژمن دی، ترڅو میرمنو ته د مارکېټ زمینه برابره کړی، او د دوی دغه زحمتونه چی پخپلو لاسونو او مټو یې ترسره کوی بیځآیه نسی.

هلمند کی هر ځل د نندارتونو پر مهال دولتی چارواکی د مارکېټ موندنی ژمنه کوی، خو داچی څه وخت به عملی سی، مالومه نده، دې ولایت کی ګڼ شمېر مېرمنو ته د کور سرپرستی ور ترغاړه ده، او که یی لاسی توکو بازار پیدا سی، له فقر،غربت او نورو ستونزو څخه به وژغورل سی.

خبریال عبدالرحیم مطمین

232 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...