مېرمنو د خپلواکی ورځ د مېرمن ثرایا په افتخار ولمانځل

د دوشنبې په ورځ د کندهار د ښځو چارو ریاست له لوری د خپواکۍ ۱۰۰ کلیزه د ښځو د لاسی صنایع د یوه نندارتون له لاری ولمانځل سوه او پرمهال په اقتصادی برخه کی د ښځو پر پیاوړتیا خبری وسوې.

د کندهار ولایت مقام مرستیال والی عبدالحنان منیب وویل، ولایت مقام هڅه کوی، چی د ښځو د لاسی صنایع او کورنیو تولیداتو لپاره یو بازار یا مارکېټ جوړ کړی.

دا په کندهار کی د خپلواکۍ د ۱۰۰ کلیزی په ویاړ د ښځو له لوری د لاسی صنایع نندارتون دئ، چی پکښی د ۲۵ غورفو له لاری بېلابېل خوراکی او غیر خوراکی توکی نندارې ته ایښودل سوی دی.

د کندهار د ښځو چارو ریاست رئیسه رقیه آڅکزۍ وایی، دا نندارتون یې د ازادۍ د ورځی د لمانځلو او د ښځو د لاسی صنایع د بازار موندنی په موخه د یوې ورځی لپاره پرانیستلی.

نوموړی دا هم وویل، چی له دې لاری غواړی، چی مېرمنی تشویق کړل سی او لا هم د خپلو کورنیو تولیداتو لپاره کار وکړی او خپل اقتصادی حالت پیاوړی کړی.

مرستیال والی عبدالحنان منیب د خپلواکۍ د ورځی په مناسبت ټولو هیوادوالو ته مبارکی وویل، او د ازادۍ په لاره کی یې د مېړنیو مېرمنو او هیوادوالو د کړو قربانیو مننه او قدر دانی وکړ.

ښاغلی منیب وویل، ولایتی اداره هڅه کوی، چی د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د دوی د لاسی صنایع او کورنیو تولیداتو د پراختیا په موخه یو بازار یا مارکېټ جوړ کړی.

مېرمنو هم د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کی د ښځو له قربانیو یادونه وکړه او دا یې وویل، چی دا ورځ د مېرمن ثرایا او ملالی میوندۍ په افتخار لمانځی.

دوی په دې اند دی، چی د هر کامیاب نارینه تر شا د یوې بریالۍ ښځی لاس وی، ځکه شاه غازی امان الله خان د خپواکۍ د ترلاسه کولو وروسته د میرمن ثرایا په غوښتنه د ښځو لپاره زیات کارونه وکړه.

د خپلواکۍ د ورځی په مناسبت د ښځو په دغه نندارتون کی د کوچنیو زده کوونکو له لوری ملی او افغانی ترانی هم وویل سوې او وروسته مرستیال والی عبدالحنان منیب، سکتوری رئیسانو او مېرمنو د نندارتون له غورفو او نندارې ته د ایښودل سوو توکو څخه لیدنه وکړه.

خبریال: روزالدین ایازی

343 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...