له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۰ کاله پوره سول

نن د اسد ۲۸/اګست۱۹/ له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۰ کاله پوره شول.

د ۱۹۱۹ م کال د مې په میاشت کې د افغانستان د نوی او ځوان پاچا اعلحضرت امان الله خان له لوری د انګرېزانو پر ضد جنګ پیل شو، په دې جنګ کې، چې درېم انګلیس – افغان جنګ یې هم بولی، افغانانو د خیبر درې او ټل لور ته پرمختګ وکړ. تاریخ لیکونکی وایی چې د اعلحضرت محمد نادرخان په مشرۍ د ټل په جبهه کې افغانان دومره چټک پر مخ لاړل چې انګرېزانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه او حاضر شول چې د افغانستان بشپړه خپلواکی ومنی.

د خپلواکۍ سلمه کالیزه ډېره مهمه ورځ ده خو د افغانستان حکومت ویلی چې د کابل د وړمې شپې د خونړۍ پېښې په خاطر نن د خپلواکۍ جشن هغسې نه لمانځی چې تیاری یې ورته نیولې وه.

په عین حال کې داسې راپورونه هم شته چې د دولت وسله وال مخالفان ممکن وغواړی د دې جشن د ګډوډولو او د عامو خلکو د وژلو هڅه وکړی.

د افغانستان حکومت د دارلامان ماڼۍ په شمول څو ودانۍ بېرته رغولی او ټاکل شوې وه چې نن د جشن مراسم په دارلامان ماڼۍ کې جوړ کړی.

150 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...