شهیدسترپاسوال عبدالرازق خان دخپلواکۍساتلوپه لارکی خپل سرقربانی کړ

د ازادۍ د سلمی کلیزی د جشن د لمانځلو د موټریز کاروان ګډونوالو دغه څرګندونی د شهید سترپاسوال عبدالرازق خان د مقبرې سره وکړې.

دا هغه موټریز کاروان دی، چی د کندهار په بیلا بېلو برخو کی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی د لمانځلو او شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان د یاد په موخه ګرځی.

دغه موټریز کاروان د عینو مېنی ښارګوټی څخه په حرکت پیل وکړ او د دامان ولسوالۍ څخه د خپلواکۍ د شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان جادې ته راووتی، وروسته د ښار مرکزی سیمی ته داخل او د شهید جنرال عبدالرازق خان تر مزاره پوری یې حرکت پای ته ورسوی.

ددې کاروان ګډوالو د خپلواکۍ د سلمی کلیزی مبارکی ټولو هیوادوالو ته وویل او زیاته یې کړه چی شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان په هیواد کی د خپلواکۍ د ساتلو په لار کی سر قربانی کړ.

دغه کندهاری ځوانان وایی چی ددغه اتل شهید لاره به تعقبوی او د خپلواکۍ د ساتلو په لاره کی شپه او ورځ فعالیتونه کوی.

دې ته ورته د کندهار په ښار او ولسوالیو کی د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمه کلیزه په بېلا بېلو حرکتونو او جشنونه سره د عامو خلګو او دولتی مسؤلینو له لوری و لمانځل سوه .

خبریال: احمدشاه شاداب

935 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...