د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د کندهار په لویه عیدګاه جامع جومات کی ادا کړل سو

د لوی اختر د لمانځه څخه مخکی کندهار والی خلکو ته د وینا پرمهال وویل، افغان حکومت د پایداره او دایمی سولی طرفداره دئ او هرڅه ژر د اوربند غوښتونکی دئ.

د لوی اختر لمونځ په لویه عیدګاه کی د کندهار والی حیات الله حیات، مرستیال والی عبدالحنان منیب، د ملی امنیت رئیس بریدجنرال برکت الله څمکنی، کندهار ښاروال، د ولایتی شورا غړو، د دولتی ادارو رئیسانو، قومی مشرانو، دینی عالمانو او ګڼ شمېر عامو خلکو له لوری تر سره سو.

د لوی اختر د لمانځه څخه مخکی کندهار والی حیات الله حیات لومړی د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غنی رالېږل سوی پیغام ولوست.

په پیغام جمهور رئیس د افغانستان او په خاص ډول بیا د کندهار خلکو ته د لوی اختر مبارکی ویلې وه او دا اختر یې د افغانانو لپاره د سولی، ملی یوالی او ورور ولۍ اختر بللی وو.

جمهور رئیس ویلی، وه افغان حکومت د دایمی او پایداره سولی طرفداره دئ او په دغه برخه کی لېوالتیا لری، څو د عام ولس ژوند وژغوری او خلکو ته د ارام ژوندانه زمینه برابره کړی.

کندهار والی حیات الله حیات هم خبری وکړې او پرمهال یې له خلکو وغوښته، څو د خلکو پر هغه اوازو غوږ ونه نیسی، چی وایی افغان حکومت سوله نه غواړی، کندهار والی وویل افغان حکومت باعزته سوله غواړی، څو افغانان ورباندی حاکم وی، چی په راتلونکی کی ازاد او خپلواک ژوند ولری.

کندهار والی د ټاکنو په تړاو وویل، افغانستان بې سرنویشته نه سو پرېښولای، ځکه اوس مهال په هیواد کی د حکومتدارۍ اساسی بنسټ جوړ سوی او هیڅوک نه غواړی، څو دا بنسټ او نظام ړنګ کړی، ځکه ولس تر بل هر وخت اوس ویښ سوی او په ټاکنو کی به د خپل راتلونکی د ټاکلو په موخه برخه اخلی.

ښاغلی حیات وویل، ولایتی اداره ژمنه ده، چی په کندهار کی د بادارۍ، ځانځانۍ او زورواکۍ فرهنګ له منځه یوسی او پر ځای یې خپلو خلکو ته سهولتونه برابر کړی، څو ستونزی حل او ښه حکومت داری رامنځ ته سوې وی.

دینی عالمانو هم خبری وکړې او پرمهال یې خلکو ته د اسلام له نظره د سولی اهمیت او ګټی بیان کړی او له ولسونو یې وغوښته، څو د حکومت سره د سولی په برخه کی همکاری وکړی.

ملاامامانو وویل، سوله د اسلام یو اساسی شرط او د مسلمانانو د یوالی مهم اصل دئ، چی د پر ځای کولو لپاره یې باید هر مومن مسلمان کار وکړی.

هېره دی نه وی، چی د لوی اختر لمونځ د زید اخندزاده په امامت سره تر سره سو او وروسته په هیواد کی د سرتاسری سولی، شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلی روغتیا دعا وسوه.

خبریال: روزالدین ایازی

3563 ټول کتل سوی شمېر 7 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...