د امریکا پوځ : افغانستان کې په عملیاتی واک کې بدلون حقیقت نلری

په افغانستان کې دیره د امریکا د پوځ قومندانۍ د نیوزویک امریکایی مجلې هغه راپور ناسم بللی چې وایی د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې میشتو امریکایی ځواکونو ته امر کړی، چې د طالب وسله والو پر ضد عملیاتو کې خپل حضور کم کړی.

د نیوزویک مجلې په خپله تازه ګڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ ( زمری ۲۱ مه) خپره شوې، د امریکا د دفاع وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلی، چې امریکایی ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې په پوځی عملیاتو کې د حضور کمیدو ترڅنګ دغو ځواکونو ته د مشورې د ورکولو په برخه کې د همکارۍ د کمیدو امر هم شوی دی.

خو په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د قومندانۍ ویاند او د عامه اړیکو مشر ډګروال سانی لیګیټ د سه شنبې په ورځ ( زمری ۲۲ مه) د امریکا د یوې پوښتنې په ځواب کې په راپور کې د ناڅرګندو سرچینو یادونې ته په کتو دا راپور ناسم او پرشک او ګمان متکی راپور بللی دی.

ډګروال لیګیټ ویلی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ په عملیاتی واک کې بدلون په اړه خپور شوی راپور بې اساسه دی. ډګروال لیګیټ وویل ” مونږ دغسې کوم هدایت نه لرو او دغسې بدلون مو هم نه دی رامنځ ته کړی”.

په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې په پوځی عملیاتو کې افغان امنیتی ځواکونو سره د امریکا د پوځ د همکارۍ د کمیدو په اړه د نیوزویک مجلې دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې امریکا او طالبانو په دوحه کې تازه د سولې د هوکړې د خبرو اتم پړاو پای ته رسولی دی.

دواړو خواو ویلی، چې هوکړې ته نږدې شوی دی.

تراوسه دا لا څرګنده نه ده، چې دواړو خواو په کومو مسلو سره خبرې کړی او هوکړې ته نږدې شوی دی.

211 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...