د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې رسمی جشن ځنډول شوی دی.

 

د شاه امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکۍ له بیا ګټلو پوره سل کاله تېر شول، خو لسیزو جګړو، ترورېزم او ناخوالو هېڅ افغان د دې خپلواکۍ په خوند پوه نه کړ.

د جګړو او بریدونو دوام ان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت پلان شوی لوی جشن هم اغېزمن کړ.

افغان حکومت اعلان کړی چې د کابل د وړمې شپې (د اسد د شپږویشتمې) خونړی برید په خاطر د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د “دارالامان رسمی جشن” ځنډېدلی دی.

د چارو د ادارې لوی رئیس او د دې جشن د ترسراوی مسؤل سید وحید احمد قتالی پرون شپه د دغو مراسمو د ځنډېدو خبره په یوه ویډیویی پیغام کې کړې چې د افغانستان له ملی تلوېزیون څخه خپور شو.

Embedded video
ده ویلی: وروسته له هغه چې د افغانستان خلک خاصتاً د کابل اوسېدونکی پرون شپه (د اسد په شپږویشتمه) د یوې غمیزې شاهد و او ګڼ وطنوال مو له لاسه ورکړل، جلالتماب رئیس جمهور د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د ترسراوی دارالانشا ور وغوښته او د شهیدانو او غمجنو کورنیو او ټپیانو په درنښت یې امر وکړ چې د دارالامانی ماڼۍ رسمی مراسم او جشن څو ورځې وځنډوی.
204 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...