دکندهار په ارغنداب ولسوالۍ کی د اوه بابه نوو ښوونځیو دجوړېدو چاری روانی دی

ارغنداب ولسوالی یوه هغه ولسوالی ده چی هرکال تر نورو ولسوالیو زیات د دوولسم صنف څخه فارغین ورکوی او ددې ولسوالیو اوسېدونکی د پوهنی د بهیر سره ځانګړې همکاری کوی.

د ارغنداب ولسوال انجینرمحمد شریف رسولی وایی په ارغنداب کی د ۲۴ ښوونځیو تر څنګ ۱۱۸ محلی صنفونه د زراعت ښوونځی او یو دارالمعلمین سته چی په خبره یې په زرګونه زده کوونکی او محصلین پکښی په زده کړه بوخت دی.

نوموړی وایی، ددې ترڅنګ په دې ولسوالۍ کی د اوو نوو ښوونځیو د جوړېدو کارونه روان دی چی پنځه به یې ډیر ژر بشپړ سی.

ښاغلی رسولی داراز وایی چی د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره یې د عامه پوهاوی او والدینو د تشویق پروګرامونه په لاره اچولی څو په مکاتبو کی د زده کوونکو شمېر لا هم زیات سی، د هغه په خبره خلګ ورسره همکاره دی او هم ورسره د پوهنی ریاست سته امکانات شریک کړی دی.

همدارنګه د ارغنداب ولسوالی د پوهنی امر شاولی افغان وایی چی په ۲۴ ښوونځیو کی ۱۰۵۶۶ لس زره پنځه سوه شپږ شپېته زده کوونکی او په ۱۱۸ محلی صنفونو کی ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه زده کوونکی ورسره په زده کړه بوخت دی.

ښاغلی افغان وایی، چی ډېری ښوونځی تعمیراتو او ډېری زده کوونکی کتابونو ته اړتیالری، چی په دې برخه کی یې د پوهنی ریاست څخه د مرستی غوښتنه وکړه.

دکندهار ارغنداب ولسوالی دکندهار ښار ته نژدې پرته ولسوالی ده، چی امنیت یې ډاډمن او ولس یې د حکومت سره همکاره دی.

ددې ولسوالۍ د خلګو اقتصاد نسبتاً ښه دی او د پوهنی سره د ځانګړی مینی له وجی نه پرېږدی، چی کوچنیان یې بې سواده پاته سی.

خبریال: احمدشاه شاداب

281 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...