دکندهارمرکزی عیدګاه ترڅنګ دښارپه بېلابېلو جامع ګانوکی هم داخترلمونځ اداکړل سو

دکندهار ولایتی ادارې دکندهار هغه اوسېدونکو ته، چی سپین ږیری دی او یا د کوم بل لامل له وجی یې نه سوای کولای مرکزی عیدګاه ته ولاړ سی، دا اسانتیا برابره کړې وه، چی دکندهار ښار په ټاکل سوو جامع ګانو کی داختر لمونځ ادا کړی.

په دغه جامع ګانو کی د اختر د لمانځه ترڅنګ خلګو پر وسلوالو طالبانو ږغ وکړ، چی دسولی په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غنی وړاندیزونو ته لبیک ووایی او د سولی د پروسې سره یوځای سی.

د لمانځه تر ادا کولو وروسته د هیواد د ابادۍ او پر مختګ لپاره دوعاګانی وسوې او په هیواد کی د دایمی سولی راتګ لپاره د الله ج دربار ته لاسونه لپه سول.

749 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...