دهلمند په مرکز او ولسوالیوکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په شانداره مراسموولمانځل سوه

د خپلواکۍ د سلمی کلیزی پراخ جشن او ستری غونډی کی د هلمند زرګونو اوسیدونکو ګډون کړی و.

د خپلواکۍ د سلمی کلیزی دې جشن ته له تیری دوو میاشتو راهیسی چمتوالی روان و، چی د اسد پر اته ویشتمه دا ورځ په خورا شانداره ډول ولمانځل سوه.

دې غونډې او جشن ته د هلمند زرګونه اوسیدونکی راغلې وه ، او ګډون یی کړی و.

لومړی د کابل ورستۍ پېښې په پار دعا وسوه او دغه ترهګریز برید یو ستر جنایت وبلل سو.

د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د خپلواکۍ د اتل غازی شاه امان الله خان پر کارنامو، شخصیت او په مدبرانه توګه د سترې بریا پر تاریخی شالید لنډې خبرې وکړې.

پر سیاسیونو یی ږغ وکړ ، چی د هیواد جوړونی او نظام ټینګونی لپاره کار وکړی ، او ولسونوته پکار ده ، چی ترمنځ یووالی نور هم قوی کړی ، له وسله والو مخالفینو یی وغوښتل ، چی له پردی جګړې لاس واخلی او واقعې سولې ته لبیک ووایی .

د ولایتی شورا رئس عطاوالله افغان له ولسونو د یووالی او نظام د ټینګښت لپاره د د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه او د شا غازې امان الله خان هیلو ته رسیدل یی د تعلیم په وده کی نغښتی وباله.

تر خبرو وروسته د پوهنې ریاست د ترانې ډلې لخوا ملی او حماسی ترانه وویل شوه.

او ورپسې د بېلابېلو نظامی قطعاتو له لوری په پلې او هوایی توګه په درنو او سپکو وسلو او همدارنګه د وسایطو په مټ ډول ډول نندارې وړاندې شوې، هوایی چورلکو بیا په ملی بېرغونو د هوایی چاپیریال ښکلی کړی وو، چې د جشن ګډونوالو له لوری یې تود هرکلی وشو.

د بیلابیلو ملکی ادارو کارکونکې په داسی حال کی چی ملی بیرغونه یی له ځانه سره لیږدول د دریځ له مخې تیر سو ، دا غونډه د ځوانانو په ملی اټن پای ته ورسیدل.

د یادونی وړده چی ، د خپلواکی سلمه کلیزی د جشن مراسم د هلمند په ګرشک ، نادعلی او ناوې ولسوالیو کی هم په شانداره ډول ترسره سوه.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

284 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...