دلښکرګا ښار او ولسوالیوپه ګڼ شمېرجوماتونوکی د لوی اخترلمونځ اداکړل سو

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارمرکزی جامع جماعت په ګډون په ۴۴ جامع جماعتونوکې د لوی اختر لمانځه مراسم په ډاډمنه فضا کی ترسره سول.

هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د نظامی او ملکی ادارو مسولینو په ملتیا په مرکزی جامع جماعت کې د لوی اختر لمانځه مراسمو کی ګډون او وینا وکړه.

په پېل کې دینی عالمانو د لوی اختر او قربانۍ پر فضایلو او مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې او هم یې له ښکېلو غاړو د سولې غوښتنه وکړه.

د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د لوی اختر په مناسبت وینا تر ډېره د خپلواکۍ سلمې کلیزې، ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون او د سولې په اړه ور ټوله وه.

جنرال یاسین خان د سولې په اړه ټینګار وکړ، چې حکومت په ملی او نړیواله کچه د ذهنیت جوړولو ترڅنګ عملی هڅې روانې کړی او هیله مندی شته، چې یوې پایداره سولې ته به ورسېږو،هغه له وسله والو طالبانو هم وغوښتل، چې روانه لانجه د تاوتریخوالی پرځای د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړی.

د ولایتی شورا رئیس عطاوالله افغان په خپلو څرګندونو کې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د بې ګناه وینې تویونې څخه نور ډډه وکړی او د پردیو په لمسون د وطن له ورانونې لاس واخلی.

دغه راز د هلمند والی د امنیتی ځواکونو سره هم ولیدل ، هغوی ته یی د اختر مبارکی وویل زیاته یی کړه ، امنیتی او دفاعی ځواکونه د هیواد شتمنی ده ، او د دوی په زیار زحمت او قربانیو ولسونه امن لری او د یوه نظم خاوندان دی.

همدارنګه یی په بست روغتون او ایمرجنسی روغتون کی د ټپیانو پر حال پوښتنه وکړه ، او له ډاکټرانو یی وغوښتل ، چی په درملنه کی یی هیڅ راز مرسته ونه سپموی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

550 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...