خلک: د ازادۍ دساتلو په موخه باید دغازی امان الله خان مفکوره ژوندۍ وساتل سی

د خپلواکۍ د ورځی په مناسبت په کندهارکی د ولایتی ادارې ترڅنګ عام ولس هم ځانګړی تدابیر نیولی دی، ځکه له نن څخه د سلو کالو وړاندی باتورو او باشهامته توریالیو هیوادپالو افغانانو بریا لمانځی.

د کندهار مرستیال والی عبدالحنان منیب وایی، ولایتی ادارې خورا په زړه پوری او جالب پروګرامونه نیولی او غواړی چی دا ورځ په ولایت مقام او دباندی په ښار کی د امنیت په فضا کی ولمانځی.

د افغانستان د ازادۍ ۱۰۰ کلیزه د هیواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کی هم خورا په جوش او ولولو لمانځل کېږی، ښار، واټونه، دوکانونه او لوی لوی مارکیټونه د هیواد په درې رنګه ملی بیرغ او د ازادۍ د اتل شاه غازی امان الله خان په تصویرونو پوښل سوی.

کندهاریان وایی، له یوې پېړۍ وروسته د خپل غازی او د ازادۍ د اتل ارمانونه، مفکوره، شخصیت، کارونه، کارنامې او د کړو خدمتونو یاد یې د مننی او قدر دانی پر پار ۱۰۰ وروسته تازه کوی.

خلک وایی، دا ځلی د ازادۍ ورځ په شانداره مراسمو، پروګرامونو، نندارتونو، اتڼونو او بې شماره خوشحالیو باندی لمانځی، څو غلیم او د هیواد دښمن ته خپله ازادی په اثبات ورسوی.

خلک په دې آند دی چی د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د دغه تاریخی ورځی را وروسته د آسیا په زړه کی د ازادۍ هیلی او خوځښتونه را پیل سوه او هغه کسانو چی په اسارت کی یې ژوند کاوه د افغانانو له هیواد پالنی او ازادۍ غوښتنی څخه یې الهام واخیست.

د کندهار ولایت مقام مرستیال والی عبدالحنان منیب له خلکو غواړی، چی د ولایتی اد ارې ترڅنګ دوی هم په ډاډه زړه سره د ازادۍ او خپلواکۍ د افتخاره ډکه ورځ ولمانځی، ځکه امنیتی ځواکونو یې کلک امنیت نیولی.

ښاغلی منیب وایی، ولایت مقام پلان لری، څو د دغه ورځی په مناسبت د هیواد په کچه ۱۰۰ متره لوړ بیرغ هم رپانده کړی، د ده په خبره، د هیوادوالو د خوښۍ په موخه ګڼ نور پروګرامونه هم لری او غواړی، چی د هیواد د ازادۍ ۱۰۰ کلیزه په شانداره مراسمو سره ولمانځی.

خبریال: روزالدین ایازی

253 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...