بست روغتون :  هلمند کی اکثره خلک د خپلی وینی له ګروپه ناخبره دی

هلمند کی د بست روغتون مسئولین او ډاکټران وایی : د وینی له ګروپه ناخبرۍ ،  ټپیان او ناروغان تر مرګه رسولی دی.

د دوی په وینا ډیری داسی ټپیان او ناروغان ورغلی دی ، چی نه یی ناروغ او نه یی هم پایواز د خپلی وینی له  ګروپه خبر وی ، چی دې چاری د ډاکټرانو بېړنۍ اقدامات له ستونزو سره مخ کړې ده.

هلمند یو له هغو ولایاتو دی ، چی امنیتی پېښی پکی خورا زیاتی دی ، د بست روغتون ته نظامی او ملکی بېړنی ناروغان او ټپیان ور وړل کیږی.

په دغسې حالاتو کی ډاکټران اړتیا لری ، چی سمدستې د ناروغ او ورسره پایوازانو د وینی له ګروپه خبر وې ، ترڅو سمدستې یی په درملنه لاس پوری کړی.

خو دا هر څه دلته سرچپه دی ، نه هم ناروغ او نه یی هم پایواز په دې پوهیږی ، چی دوینی ګروپ څه دی.

د لالا افغان په نوم یو سرتیری ، چی له تیرو شپږ کلونو راهیسی امنیتی ځواکونو لیکو کی دنده ترسره کوی ، وایی ډیری وختونه راغلی ، چی ملګری یی ټپیان سوی ، خو په دې سخت حالت کی ډاکټر مجبور دی ، چی لومړی یی د وینی ګروپ مالوم کړی.

د بست روغتون مخې ته یو شمېر کسان ولاړ دی ، دی وایی : خلک د وینی له ګروپه ناخبره دی ، او که څوک حاضر سی ، بیا یی د وینی بانک کی لومړی ګروپ مالومیږی او بیا وینه ورکولای سی.

له دې ستونزې سره ډاکټران او د بست روغتون مسئولین هره ورځ مخ دی.

د بست روغتون د نرسینګ مدیر غلام حیدر وایی : ډېر سخت ټپیانو د وینی تر ګروپه چی مالومیدل یی پنځلس دقیقی وخت اخلی ، ژوند له لاسه ورکوی ، دی وایی دلته نه ناروغ او نه یی خپلوان د خپلی وینی له ګروپه خبر لری.

ډاکټران ټولو خلکو ته سپارښتنه کوی ، چی باید د وینی له ګروپه خبر ولری ، او تر څو په بېړنیو حالاتو کی د خپل ځان او نورو ناروغانو ژوند وژغوری.

 

 

 

274 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...