امریکا پر روسیې نوی بندیزونه ولګول

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اګست په دوهمه پر روسیې نوی بندیزونه ولګول.

پر روسیې تور لګېدلی چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې یې په بریتانیا کې د روسیې د استخباراتو پر پخوانی مامور سرګی سکریپال او د هغه پر لور د کېمیاوی موادو په حمله کې لاس درلود.

په حمله کې د نووی چوک په نوم کېمیاوی مواد کارول شوی وو.

سکرېپال او د هغه لور نږدې مړه شوی وو.

د امریکا حکومت له دې امله پر روسیې بندیزونه لګولی دی.

د امریکا ولسمشر پرون د اګست په دوهمه یو فرمان لاسلیک کړ او پر روسیې یې د بندیزونو دوهم دور اعلان کړ، دا بندیزونه پر روسیې د کېمیاوی او بیالوژیکی وسلو د کنټرول او مهماتو د له منځه وړلو د قانون له مخې لګول شوی دی.

خو روسیې ویلی چې امریکا به پر خپل دې حرکت “پښېمانه ” شی او دوه اړخیزو اړیکو ته به تاوان ورسوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریابکوف ویلی چې دا حرکت په امریکا کې د جمهوری ریاست له را روانو ټاکنو سره تړاو لری او د واشنګټن دې حرکت نه دی حیران کړی.

826 ټول کتل سوی شمېر 28 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...