امریکایی استخباراتی ادارې:د بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی

د امریکا استخباراتی چارواکو ویلی، د القاعدې شبکې د وژل شوی بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دی ورکړی.

د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګی په اړه معلومات ورکړی. ویل کېږی چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشری کوله.

امریکایی رسنیو د حمزه بن لادن د مړینې د خبر معلومات له امریکایی استخباراتی سرچینو ترلاسه کړی خو نور جزییات یې نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیویی پیغامونه هم خپاره کړی دی. حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتی وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلی، هغه په عربی هېوادونو کې هم وګړی بغاوت ته هڅولی وو.

289 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...