افغانستان کې د چرګانو پر ۱۰ زره فارمونو یو میلیارد ډالر پانګونه شوې

د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه وایی، تر دې دمه په ټول افغانستان کې د چرګانو د پالنې پر ۱۰ زره لویو- وړو فارمونو له یو ملیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

 د ټولنې مسوولان وایی، دا مهال افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه خپله ۸۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوی.

خو د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر معروف ظفر وایی، له بهر څخه هېواد ته د زړو چرګانو د غوښې او هګیو قاچاق لا هم په دې برخه کې د پانګونې د زیاتولو پر وړاندې لوی خنډونه دی او باید مخه یې ونیول شی.

بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی وایی، دمګړۍ افغانستان ۲۹۰ زره ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لری چې ۲۱۹ زره ټنه یې د افغانستان له کورنیو فارمونو ترلاسه کېږی.

 دا په داسې حال کې ده چې لا هم هېواد ته د ایرانی او پاکستانی چرګانو د غوښې واردات بند شوی نه دی.

د فارم لرونکو په وینا، افغانستان ته دا مهال د چرګانو وارد شوې ټولې غوښې  او هګۍ له ګمرک څخه پټې واردېږی چې کیفیت یې هم خورا خراب وی.

330 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...