اشرف غنی: د طالبانو راتګ د افغانستان شا تګ دی

ولسمشر محمد اشرف غنی وایی اسلامی جمهوریت د افغانستان نظام دی او په اوسنی وخت کې تر ټولو مهمه موضوع د دې نظام ساتنه ده.

ښاغلی غنی تېره شپه پنجشنبه «۱۳۹۸ کال د زمری ۲۴» د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په تړاو د نیمګړی څپرکی په نوم غونډه کې چې په ارګ کې  د افغانستان ملی راډیو تلوېزیون لخواجوړه شوې وه، وویل چې افغانستان د جمهوری نظام په چوکاټ کې سولې ته رسېږی، خو د طالبانو راتګ د افغانستان د شا تګ په معنی دی.

ښاغلی غنی وایی، افغانان باید نور د شخصیت پرستۍ له دایرې ووځی او تګلاره باید داسې وټاکل شی چې په داخل کې د ټولې اجماع لپاره د منلو وی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکایی چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرې په قطر کې وشوې او دواړو لورو په دې اړه خپل رضایت څرګند کړی دی.

288 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...