اروزګان کی ښوونځی،جامع جومات او تفریحی پارک دغازی امان الله خان په نوم ونومول سول

د اروزګان مرکز ترینکوټ کی د افغانستان د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت یو باب ښوونځی، مرکزی جامع جومات او د ځوانانو تفریحی پارک د غازی امان الله خان په نوم ونومول سول.

د نومونی په دغو مراسمو کی د اروزګان د ولایتی مسوولینو، قومی مخور او ګڼ شمیر عامو اروزګانی اوسیدونکو برخه لرل.

د اروزګان والی وویل، نن ددغه ولایت په اړوند مرکز ترینکوټ کی د شاه امان الله خان په نوم د سرشخلو ابتدایه ښوونځی، مرکزی جامع جومات او د ځوانانو په نوم نوی جوړسوی تفریحی پارک نومول کیږی، چی تردې وروسته به همدغه بنسټیز ځایونه د غازی امان الله په نوم یادیږی.

والی اسدالله سعید، شاه امان الله خان د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو اتل وباله او هیله وښودل چی نور افغان ولسونه هم د غازی امان الله خان لاره تعقیب او هغه ته ورته کړنی ترسره کړی.

والی وایې، داچی سل کاله وروسته د هیواد په ګوډ ګوډ کی د غازی امان الله خان په نوم بنسټیزی ودانۍ او عامه ځایونه نومول کیږی، دا ددې ښکارندوی کوی چې شاه امان الله خان رشتیا هم د افغانستان لپاره سترې لاسته درلودلی دی.

والی د اروزګانی اوسیدونکو او په خاصه توګه له ځوانانو وغوښتل چې په ژوند کی داسی ستری لاسته راوړنی ولری، تر څو کلونو وروسته یې خلک یاد او ویاړ په وکړی.

سعید وایې، شاه امان الله خان نه یوازی د افغانستان د ازادۍ هیله درلوده او خپل ارمان ته ورسید، بلکی د هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او په بیلابیلو برخو کی یې هم د پام وړ خدمتونه ترسره کړی او په میراث یی پریښی دی.

اروزګان کې د غازی امان الله خان په نوم د ښوونځۍ، پارک او جامع جومات نومولو مراسیمو کی یوشمیر نورو برخوالو هم د شاه امان الله خان پر تیر ژوند او لاسته راوړنو ویناوی وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د غازی امان الله خان د پاتې ارمانونو د پوره کیدو لپاره باید ولسونه لاسونه یو او په ټول توان سره کار وکړی.

د مراسمو په پای کې یوشمیر ځوانانو ملی اټنونه وکړه او د هیواد د خپلواکۍ سلمې کلیزی په ویاړ یې خوښۍ وکړې.

خبریال: اجمل وصال

413 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...