ارزګان کی دهیواد دخپلواکۍ دسلمی کلیزی په ویاړ امنیتی بنسټونه وستایل سوه

د ارزګان د ولایتی شورا له لوری د ارزګان ولایت امنیتی چارواکی او نور منسوبین د هیواد څخه د بریالۍ دفاع په خاطر وستایل سوه او د ویاړ بګړۍ ورپه سر سوې.

ولایتی شورا وایی دا ستاینی یې د دې لپاره کړی چی دغه ولایت کی افغان امنیتی ځواکونو له ځانه وړتیاوی ښودلی او د خلکو لپاره یې د امن ژوند زمینه برابره کړې ده.

دلته د ارزګان ولایتی شورا کی د دې ولایت د امنیه قومندان، ملی امنیت رئیس او ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمی پلی لوا قومندان په ګډون د یو شمېر نورو افغان ګډو ځواکونو د ستاینی مراسم نیول سوی چی د ارزګان څخه د دفاع برخو کی یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.

د ولایتی شورا رئیس امیرمحمد بارکزی وایی چی د هیواد د ویاړلی خپلواکۍ په ویاړ یې د افغان امنیتی بنسټونو لپاره د ستاینی دغه مراسم نیولی چی دغلته افغان ګډو ځواکونو په پوره مېړانه د خلکو او خاورې د دفاع برخه کی ډیری سرښندنی کړی او قربانۍ ته ولاړ دی.

امنیتی مسوولینو له ولایتی شورا د مننی تر څنګ د هیواد، خلکو او خاوری څخه د کلکی دفاع ډاډ څرګند کړ.

دوی وویل چی د هیواد د ازادۍ ساتلو برخوکې لا افغانی غرور ورسره سته چی د کلک هوډ او ژمنو سره به ورسپارل سوې دنده په بریالیتوب مخ ته وړی.

ارزګان کی د افغان امنیتی بنسټونو لخوا د امنیت تامین برخوکی لاسته راوړنی سته خو د دې ولایت اوسېدونکی وایی د ښار څنډو کی روانی جګړې او د لویو لارو بندښت هغه ستونزی دی چی امنیتی مسوولین باید ورته پام وکړی.

خبریال: نجیب الله لطیف

679 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...