NRC موسیسې د پوهنی ریاست سره د یوسل اته څلوېښت زره جلده درسی کتابونو مرسته وکړه

دا کتابونه چی د  ۷، ۸ او ۹ ټولګیو د زده کوونکو لپاره دی، د مسؤلینو په خبره تر ډېره به یې په تعلیمی نصاب کی ستونزی ورباندی حل کړل سی.

د دې ترڅنګ موده وړاندی پوهنی ریاست ته د پوهنی وزارت له خوا هم ۲ سوه زره جلده له لومړی ټولګی څخه تر ۱۲ ټولګی پوری تدریسی کتابونه ورکول سوی دی.

کندهار یو له هغه ولایتونو څخه دئ، چی د کلونو کلونو را په دې خوا د تعلیمی کال له شروع سره سم ګڼ زده کوونکی د تدریسی کتابونو د نشتون له ستونزی سره مخ وی.

ولایتی اداره او د پوهنی ریاست زیاتی هڅی کوی، څو هر کال داستونزه حل کړی، سږ کال هم سر له اوسه لا د پوهنی ریاست د کتابونو د نشت له ستونزی مخ دئ.

د پنج شنبې په ورځ NRC مؤسسې د پوهنی ریاست ته یو سل اته څلوېښت زره جلده تدریسی کتابونه ورکړه، چی د پوهنی د رئیس انجنیر عبدالقادر پیوستون په خبره ترډېره به د کتاب په برخه کی د زده کوونکو ستونزی ورباندی حل کړل سی.

بلخوا په کندهار کی ښوونځیو ته د نوو شاملېدونکو زده کوونکو شمېره کال په کال مخ پر وړاندی روانه ده، تېر کال پوهنی ریاست ۶۰ زره نوی زده کوونکی ښوونځیو ته شامل کړی.

د پوهنی رئیس انجنیر عبدالقادر پیوستون وایی، سږ کال هم د نوو زده کوونکو لپاره پلان لری او د دې ترڅنګ به په لیری پرتو ولسوالیو کی بندی ۹۸ ښوونځۍ هم پرانیزی.

دا په داسی حال کی ده، چی د پوهنی ریاست په کندهار ښار او ولسوالیو کی د ټولو ښوونځیو لپاره ۲ میلیونه جلده د تدریسی کتابونو کمبود لری، څو په تعلیمی برخه کی د زده کوونکو تدریسی ستونزی ورباندی حل کړل سی.

خبریال: روزالدین ایازی

x

دا هم وګورئ

د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې ...