ارزګان کی په ۱۹ میلیونه افغانۍ د غلو دانو او وچی مېوې لپاره منډۍ جوړیږی

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ جنوب ختیځ اړخ ته د کندهار – ترینکوټ لویی لاری په اوږدو کی ترینکوټ ښاروالی د غلو دانو او وچی مېوې لپاره منډوی جوړیږی چی ۸۰ هټۍ (دکانونه) به پکښی ودان سی.

نن پنج شنبه د ارزګان والی ښاغلی محمد شفیق اسدالله سعید، ترینکوټ  ښاروال اینجنر نعمت الله بختیار، د یو شمېر نورو ادارو رئیسانو او مسوولینو لخوا د دې منډوی د بنسټ ډبره کېښودل سوه.

دلته د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار څخه شاوخوا یو کېلومتر جنوب ختیځ ته د غلو دانو او وچی مېوی یوه لویه منډۍ جوړیږی چی د مسوولینو په وینا د کروندګرو، باغ لرونکو او هټیوالو کار به ورسره جوړ سی.

سیمه کی د ارزګان والی محمد شفیق اسدالله سعید وویل چی د دې منډوی په جوړېدو سره به د ولایت په کچه د غلو دانو او وچی مېوې لپاره ښه بازار موندنه کیږی او دغه راز به د باغ لرونکو او کروندګرو د حاصلاتو لپاره د پلور ښه مرکز و اوسی.

نوموړی زیاته کړه چی آن له دغه منډوی څخه به د هیواد نورو ولایتونو او له هیواده بهر غلې دانې او وچی میوې لیږدول کیږی څو د کروندګرو او باغ لرونکو زحمتونه بې ځایه ولاړ نه سی.

ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار بیا د دې پروژې په تړاو د نورو مالوماتو تر څنګ د تخنیکی چارو په تړاو هم مالومات وړاندی کړل.

د ښاروال په خبره دغه منډوی چی ۱۵۰ په ۸۰ متره مربع ځمکه کې جوړیږی او ۸۰ دکانونه پکښی ودانیږی.

د نوموړی په خبره د دغی منډوی د جوړېدو ټول لګښت نولس نیم میلیونه افغانۍ کیږی چی ۷۵ سلنه برخه یې د هیواد د محترم جمهور رئیس محمد اشرف غنی لخوا له تشویقی بودجې څخه ده او پاتی ۲۵ سلنه لګښت یې بیا د ترینکوټ ښاروالی د پرمختیایی بودجې لخوا ورکول کبږی.

دغه پروژه چی ټولې چارې به یې ۶ میاشتو کې بشپړی سی د ورځی به لږ تر لږه ۴۰ بې روزګاره کسان پکښی په کار بوخت وی.

ارزګان کې دا مهال د غلو دانو لپاره یوازی یو منډوی سته چی هټۍ یې خټینی او پخوانۍ دی، بلخوا دغه پخواڼۍ منډی دومره کوچنۍ ده چی د وچې مېوې او غلو دانو حاصلاتو د خرڅلاو پر مهال پکښې د ساحې د کوچنیوالی له امله پلورونکې او پیرودونکې په سختو ستونزو کې وی.

خبریال: نجیب الله لطیف

180 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...