کندهاروالی د حجاجو د انتقال لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو هدایت وکړ

کندهاروالی حیات الله حیات د اداری مجلس په نوبتی غونډه کی د حجاجو د انتقال کمېټې ته دنده وسپارل، چی له جنوب لوېدیځی حوزې څخه بیت الله شریفی ته د تلونکو حجاجو لپاره په حاجی کېمپ او احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر کی لازمی اسانتیاوی برابری کړی.

د ادار مجلس په غونډه کی له مرکزی ادارې څخه د پرمختیایی بودجې پرانتقال، د کندهارښاروالۍ پر روانو پروژو او د هلې بند د سروې په اړه هم بحثونه وسول او اړه ئې لازمی پریکړی وسوې.

د اداری مجلس په پیل کی کندهار والی حیات الله حیات وویل د تیری چهارشنبې په ورځ ئې په احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر کی له اړوند مسؤلینو سره د حجاجو د انتقال پر پروسې هر اړخیز بحث کړی او مسؤلینو ته ئې لازمی سپارښتنی کړی دی.

ښاغلی حیات وویل د حجاجو د انتقال کمېټې ته ئې دنده سپارلې، چی له جنوب لوېدیځی حوزې څخه بیت الله شریفی ته د تلونکو حجاجو لپاره په حاجی کېمپ او احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر کی لازمی اسانتیاوی برابری کړی او هغوئ په ښه ډول تر خپلو ځایونو پوری رهنمایی کړی.

کندهاروالی وویل، له حجاجو سره هیڅ یو کس نه سی کولای، چی احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر ته ولاړسی ځکه هغوئ په خپل نوبت له حاجی کېمپ څخه تر هوایی ډګر پوری د منظم پلان له مخی انتقالیږی.

وروسته په غونډه کی د دولتی ادارو پر وړاندی سوو موضوعاتوبحث وسو.

د کندهار اقتصاد رئیس ګل محمد آرین وویل د روان مالی کال له پیله تر دې دمه د سکتوری ادارو له لوری پرمختیایی بودجه یوازی ۴۸ سلنه په مصرف رسېدلی او غوښتنه ئې وکړه، چی دولتی ادارې باید پرخپل وخت پرمختیایی بودجه له مرکزی ادارې څخه ترلاسه او په مصرف ئې ورسوی.

کندهار والی هم دغه موضوع اړینه وبلل او وې وویل، دولتی ادارې مسؤلیت لری، چی د نوروملی پروژو ترڅنګ ټولی هغه پروژې د مرکزی ادارې سره تعقیب کړی، چی په ولایتی پلان کی ځای ورکول سوی دی.

کندهار والی د دې ترڅنګ وویل د کندهار ولایتی شورا، یو شمېر سکتوری ادارو رئیسان او په ولسی جرګه کی د کندهار د ولس د استازو په مرسته به په وزارتونو کی د کندهار ټولی پروژې تعقیب کړی او هغه ستونزی به تر وزارتونو ورسوی، چی د کندهار ولس ورسره لاس او ګرېوان دی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال دغه ډول سفر مهم یاد کړ او یادونه ئې وکړه، چی ورته ګډ سفر باید مخکی لا سوی وای ځکه له تعقیب پرته مرکزی ادارې هیڅ وخت کړی وعدې نه دی عملی کړی.

په غونډه کی د کندهار ښاروالی مرستیال محمد نسیم رضایی د کندهارښاروالۍ د روانو پروژو په اړه معلومات وړاندی کړل.

هغه وویل د کندهارښاروالی په پرمختیایی بودجه دا مهال په ښار کی نهه لوی او اساسی پروژې روانی دی، چی یو شمېر ئې ګټی اخیستنی ته نږدې سوی دی.

ښاغلی رضایی وویل د ښاروالۍ نیمکاره پروژې ئې هم د بشپړېدو په موخه اعلان ته سپارلی دی.

نوموړی دغه راز یادونه وکړه،چی د ولسی تړون تر چتر لاندی د ښار په بېلابیلو برخو کی ۶۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۹ لوی او کوچنۍ پروژې هم جریان لری.

بلخوا د کلیو او پراختیا رئیس محمدنسیم ایوبی هم په پنجوایی، تخته پل او بولدک ولسوالیو کی د ولسی تړون د پروژو په هکله معلومات شریک کړل.

هغه هم یادونه وکړه، چی په یادو ولسوالیو کی ئې ۵۲۱ کلیوالی شوراګانی جوړی کړی او د هغوئ لپاره ۴۰۳ پروژې منظور سوی، چی په پروژو کی د اوبو لګولو، پایداره برېښنا او د پاکو اوبو د شبکو جوړول شامل دی.

نوموړی د خپل ریاست په چوکاټ کی د اقرا پروګرام د پروژو یادونه هم وکړل، چی په ترڅ کی ئې د ۹۰ ښوونځیو لپاره تعمیرونه جوړیږی، چی د څلوېښتو کار جریان لری او د پاته هغو کار به ډېر ژر شروع سی.

والی حیات الله حیات یوازی په دریو ولسوالیو کی د ولسی تړون پروګرام کم یاد کړ، په وینا ئې دغه موضوع باید له مرکزی ادارې سره شریکه سی، ځکه د نورو ولایتونو په ډیرو ولسوالیو کی د ولسی تړون پروګرام جریان لری.

د اداری مجلس په غونډه کی همداراز د ارغنداب رود د دریایی فرعی حوزې رئیس انجنېر توریالی محبوبی د دهلی بند د لوړېدو په موخه د سروېګانو معلومات وړاندی کړل.

ښاغلی محبوبی وویل د دهلې بند، چی دامهال ۴۳ سلنه د رسوباتو ډک دی پکښی د اوبو د ځایولو ظرفیت هم راکم سوی خو په نوې پروژه کی، چی دغه بند د دوولس متره په ارتفاع لوړیږی د اوبو د ځایولو ظرفیت به ئې ۱۰۰۰ میلیونه متره مکعب سی.

د هغه په ووینا د دې بند نوری ټولی تخنیکی سروېګانی خلاصی سوی او یوازی ئې یوه سروې تر کار لاندی ده، چی تر دې وروسته به ئې د لوړېدو چاری عملا شروع سی.

د نوموړی په خبره د دهلی بند د عملی کار سره به هم مهال د ۲۴ مېګاواټه برېښنا، د کانالونو رغول، او کندهار ښارته د پاکو اوبو رسولو شبکې کار هم شروع سی.

کندهاروالی حیات الله حیات د دهلی بند پروژه د هیواد او په ځانګړې توګه د کندهار په کچه یوه ملی او اساسی پروژه وبلل، چی په بشپړېدو سره به ئې ټولی هغه اوبه مهار سی، چی د سېلاب په شکل نورو هیوادونو ته روانی دی.

هغه د دې بند د کارونو پر چټکوالی نور هم ټېنګار وکړ.

په غونډه کی د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال وویل د روزګان او شمالی ولسوالیو لپاره د نوی جوړی سوی اډې دوکاندارانو ورته شکایت کړی، چی اوس هم په ښار کی یو شمېر اډې په غیرقانونی ډول فعالیت کوی او د یاد لین موټران ښار ته داخلیږی او له هغه ځایه باریږی، چی د دوئ پر کارو بار ئې منفی اغیز کړی دی.

والی حیات الله حیات په دې اړه امنیه قوماندانۍ، ترافیکو مدیریت او ټرانسپورټ ریاست ته دنده وسپارل، چی په دې اړه جدی اقدام وکړی او سرغړونکی د قانون منګولو ته وسپاری.

د اداری مجلس غونډی ته یو شمېر هغه کسان په شکایت راغلی وه، چی د کانکور له لاری ځینو ادارو ته کامیاب سوی دی خو د مقررۍ موافقه نه ورکول کیږی.

په دې تړاو کندهار والی یو پلاوی ته دنده وسپارل، چی تر یوې اوونۍ پوری د دې کسانو ستونزی وڅېړی او د اداری مجلس راتلونکی غونډه ته ئې راپور وړاندی کړی، ترڅو په اړه ئې یو اقدام وکړی.

خبریال: ولی محمد انوری

117 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...